د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، د جلال اباد ښار په يوه سرای کې د اور لګېدنې له کبله ګڼ مالي زيانونه اوښتي، خو ځاني زيان نه لري.
د ننګرهار د والي وياند عطا الله خوږياڼي کليد ته وويل، چې نن له غرمې وروسته شاو خوا دوه بجې د جلال اباد ښار باګراميو موړ په سيمه کې د تېلو په يوه ذخيره کې د اورلګېدنې له کبله ګڼ مالي زيانونه اوښتي دي.
هغه وايي، سيمې ته پر وخت د اور وژنې عمله رسېدلې او ياده اور لګېدنه يې قابو کړې ده.
ډېر کله دا په داسې ځايونو کې د بې احتياطۍ له کبله را منځ ته کېږي، چې بيا د مالي زيان سربېره ګڼ نور تخريبات هم را منځ ته کوي.