ads

د برېښنا او ځمکې نشت صنعتي فعالیتونه له ګواښ سره مخ کړي

كه څه هم صنعت د یوه هېواد د اقتصادي بساينې لپاره د ملا تير بلل کېږي، خو راپورونه وايي چې په وروستیو کې د افغانستان صنعتي فعالیتونه له ستونزو سره مخ شوي او له همدې کبله په یو شمېر ولایتونو او مرکز کې په سلګونو فابريکې تړل شوې دي.

نویسنده: The Killid Group
7 کب 1395
د برېښنا او ځمکې نشت صنعتي فعالیتونه له ګواښ سره مخ کړي

كه څه هم صنعت د یوه هېواد د اقتصادي بساينې لپاره د ملا تير بلل کېږي، خو راپورونه وايي چې په وروستیو کې د افغانستان صنعتي فعالیتونه له ستونزو سره مخ شوي او له همدې کبله په یو شمېر ولایتونو او مرکز کې په سلګونو فابريکې تړل شوې دي.
په افغانستان کې د فابريکو تر ټولو سترې ستونزې د برېښنا کموالی او د ځمکې نشت دی او له همدې کبله په ځینو ولایتونو کې صنعتکارانو په کاري اعتصاب او لاريونونو لاس پورې کړی دی.

د برېښنا کمښت
په افغانستان کې د صنعت لپاره د کافي برېښنا نشت هغه ستونزه ده چې له یوې نيمې لسيزې تېرېدو وروسته هم نه ده حل شوې او صنعتکاران تل د برېښنا له کمښت سر ټکوي. د مرکز په پرتله دغه ستونزه په ولایتونو کې ډېره ده. په وروستیو کې دې حالت د کندهار صنعت اغېزمن کړی او له همدې کبله هلته ۲۰۰ فابريکې تړل شوې دي.
د کندهار صنعتکاران وايي چې دوی نه شي کولای، له برېښنا پرته خپلې چارې مخکې يوسي. د کندهار د صنعت کارانو د ټولنې مرستيال روحالله حبیب وايي، دوی به تر هغې دا فابريکې تړلې وساتي چې حکومت يې غږ نه وي اورېدلی: ((موږ به خپل کاري اعتصاب ته دوام ورکړو، دولت زموږ غم نه خوري او زموږ ستونزې نه اواروي. که غم مو ونه خوړل شي موږ به لاريونونه وکړو او خپل حق به وغواړو.))
حبیب زیاتوي چې دولت له کندهاريانو سره د برېښنا په برخه کې مرسته نه کوي، که دوی هر څومره چيغې وکړي، دولت يې غږ نه اوري: ((موږ تر دې وړاندې هم د برېښنا لپاره دولت ته شکايت کړی، موږ يوازې د خپل صنعت له پاره نه بلکې د ټول کندهار له پاره برېښنا غواړو.))
دغه راز د کندهار ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال فضلالحق مشکانی هم وايي چې په دغه ولایت کې ډېری فابريکې چې د اوسپنې ويلې کولو، صابون جوړولو، غوړيو، جوسو او پلاستيکي او خوراکي توکو د توليد فابريکې يوازې د برېښنا د کمښت له کبله په ټپه ولاړې دي: ((يادې فابريکې په زرګونو کندهاريانو ته د کار زمينه برابره کړې وه، له دولت په جدي توګه هيله کوو چې د خلکو ستونزو ته په کتو سره د کندهار ولایت برېښنا ته پام وکړي. کنه په زرګونو کورنۍ به له لوږې سره مخ شي.))
د دې ولایت په تړل شوو صنعتي فابريکو کې شاوخوا ۴زره کسانو کار کاوه چې اوس ټول بېکاره ګرځي. د کندهار ښار د ارغنداب د لويې ويالې اوسېدونکی احمدالله نورزی چې د پلاستيکي لوښو په کمپنۍ کې يې کار کاوه وايي چې همدا په فابريکه کې د کار کولو پيسې يې د اولاد روزي ده: ((زموږ خو بل کسب نه دی زده، دا څو کاله کېږي چې په همدې فابريکه کې کار کوم، دومره پيسې راکوي چې اولاد ته درې وخته ډوډۍ پرې برابروم. که دا پيسې راباندې ودرېږي، خدای خبر چې کوم حالت ته به ورسېږو، خدای مه کړه چې اولادونه رانه وږي نه شي.))
نورزی دولت ته ګوته نيسي چې په دې يوه نيمه لسيزه حکومت کې یې بې وزلو خلکو ته هېڅ کار ونه کړ او نه يې هم د دولت او رعيت په کچه کوم اصلاحات راوستل چې خلک خپله د ځان لپاره کوم کار او ژوند برابر کړي: ((دولت خو د خلکو غم نه خوري، خو که خلک خپله د ځان لپاره په فابريکو کې کومه د روزي پيداکولو چاره پيداکړي، بیا هم د دولت له لاسه هغه کارونه په ټپه درېږي.)) د همدې کمپنۍ بل کارکوونکی احمدلودين وايي چې د دوی په ټوله کورنۍ کې يوازې خپله کار کوي او بس، که يې دا ۱۲زره افغانۍ مياشتنۍ تنخوا پرې ودرېده څه به کوي: ((موږ په اندېښنه کې يو، داسې نه چې دا د فابريکو تړل کېدل پسې وغځېږي، بیا به زموږ حالت خرابېږي، بل کار هم نشته له هرې خوا له ستونزو سره مخ يو. زما ۹ سره کورنۍ يوازې زما په تنخوا ژوند کوي.))
د کندهار ولایت ځايي چارواکي دغه ستونزې مني. د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايي، دوی به ډېر ژر د دې ستونزو د حل له پاره کابل ته يو پلاوی ولېږي او د اړوندې ستونزې حل ته به يوه لاره پيداکړي: ((موږ د صنعتکارانو ستونزې د کندهار له سرپرست والي سره شريکې کړې دي، خو دا ستونزه تر ډېره تر مرکز پورې اړه لري له همدې کبله د موضوع د حل له پاره له مرکز کابل مرسته غواړو، څو په دې اړه د برېښنا شرکت سپيناوی وکړي.))
له بل لوري د کندهار د صنعتي فابريکو لپاره تر دې وړاندې د امريکا د متحده ايالتونو په مالي لګښت لس مېګاواټه ډیزلي برېښنا برابره شوې وه، خو دا چې په دې وروستيو درېيو کلونو کې د دې لس مېګاواټه ډیزلي برېښنا مسووليت افغان حکومت ته سپارل شوی، صنعتي فابريکې له ستونزو سره مخ شوې دي. د کندهار د صنعتي پارکونو په ګډون دغه ولایت ۱۵۰ مېګاواټه برېښنا ته اړتیا لري خو اوس مهال یوازې د هلمند له کجکي ولسوالۍ ۱۵ مېګاواټه برېښنا لري چې هغه هم ډېر وخت د بېلا بېلو ستونزو له کبله پرچاوېږي.

د ځمکې نشت
د افغانستان د صنعت او فابريکو پر وړاندې دويمه لویه ستونزه هم د ځمکې نشت دی، که څه هم په وروستیو کې په ډېری ولایتونو کې صنعتي پارکونه پرانیستل شول، خو په دې نوو پرانیستل شوو پارکونو کې بیا اسانتیاوې وجود نه لري او کارونه يې هم خورا ورو روان دي. له همدېکبله د افغانستان د صنعت کارانو ټولنې خبرداری ورکړی که يې دې ستونزې ته پام ونه شي، شاوخوا ۱۰۰ فابريکې د تړلو له ګواښ سره مخ دي.
دوی د سلواغې په ۳۰مه د صنعتکارانو په وړاندې د حکومت له بې پامۍ اندېښنه څرګنده کړه او زياته يې کړه چې په هېواد کې د صنعتکارانو په وړاندې د ځمکې نشتوالی يوه لویه ستونزه ده.
د دې ټولنې مشر سخي احمد پيمان له دولت غواړي چې له صنعتکارانو سره کړې ژمنې عملي کړي: ((ټاکل شوې وه چې د ملي يووالي حکومت صنعتکارانو ته د خپلو صنعتي کمپنيو لپاره ځمکه ورکړي، خو ور يې نه کړه.))
له بل لوري د سوداګرۍ او صنایعو خونې سوداګریز مرستیال بازمحمد افسرزی هم څرګندوي چې د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د ملي توليداتو د ملاتړ او پراختيا له پاره کومه ځانګړې تګلاره نه لري: ((دولت په ښه توګه د صنعت کارانو ملاتړ ونه کړ او دوی ته يې اسانتياوې برابرې نه کړې، که همداسې حال وي، ځمکه ورنه کړل شي، برېښنا ورنه کړل شي نو ګڼې فابريکې د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.))
نوموړی زياتوي چې همدا اوس په هېواد کې ۲۱۰۰ صنعتي فابريکې کار کوي چې د هغې له منځه يې ۱۰۰ فابريکې همدا اوس د ځمکې د نشت له کبله د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.

د پرمختګ هيلې
که څه هم د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د برېښنا او ځمکې د کمښت له کبله سلګونه فابريکې یا تړل شوې او یا هم په تړل کېدو دي؛ په کندوز کې د لبنياتو او په ننګرهار کې د وريجو نوې فابريکې پرانيستل شوې دي.
که څه هم د سلګونو فابريکو د تړل کېدو په وړاندې د دوو یا څو فابريکو پرانیستل کېدل په هېڅ حساب دي، خو د صنعت کارانو په خبره کې يې دولت ستونزې حل کړي، دوی چمتو دي چې افغان صنعت ته پراختیا ورکړي.
د راپورونو له مخې د کندوز د لبنياتو فابريکې د کار په پیلېدو سره د زرګونو کورنيو اقتصاد غوړېدلی. په کندوز ښار کې د کوپراتيفونو د ټولنې له لوري د لبنياتو کمپنۍ جوړه شوې چې اوس مهال يې تولیدات د پراختيا په حال کې دي او هره ورځ وده کوي.
اوس د دې فابريکې توليدات په کندوز ولایت سربېره نورو ګاونډيو ولایتونو ته هم لېږل کېږي. دوی هره ورځ د ۲زره لیټرو په شاوخوا کې شيدې پروسس کوي او بازار ته يې وړاندې کوي. د دې تر څنګ په ننګرهار کې هم د وريجو د پروسس په فابريکه کې په زرګونو کسان کار کوي. د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د سلواغې مياشتې په ۷مه د وريجو د پروسس فابريکې د يو نيم مليون امريکايي ډالرو په ارزښت په کار پیل وکړ.
د دې کمپنۍ رییس غلام نبي رسنيو ته وويل چې کمپنۍ به يې د سيمې په کچه تولیدات ولري او د دوی ۱۵ په سلو کې لګښتونه به هم د (USAID) له لوري ورکول کېږي: ((د دې کمپنۍ په فعالیت سره به د بزګرانو شولې په ښه توګه پروسس شي او له بلې خوا به په زرګونو کسانو ته کاري فرصت پيدا شي. د نورو کارکوونکو تر څنګ له يو نيم تر دوو زرو پورې بزګران له موږ سره کاري اړيکې لري او په ټوله کې د ۴زرو تنو په شاوخوا کې کسان له بېکارۍ خلاصېږي.))

د برېښنا شرکت ډاډ
که څه هم په برېښنا شرکت نيوکه کېږي چې له یوې نيمې لسيزې تېرېدو وروسته هم دغه شرکت نه دی توانېدلی په افغانستان کې د برېښنا د کمښت ستونزه حل کړي، خو د دغه شرکت چارواکي وايي، افغانستان ډېرې برېښنا ته اړتيا لري، دوی هومره برېښنا په واک کې نه لري خو بیا هم هڅه کوي د صنعت کارانو اړتياوو ته لومړيتوب ورکړي او ستونزې يې حل کړي.
د دغه شرکت وياند وحيدالله توحيدي وايي، صنعتي پارکونو ته د برېښنا ورکول، د دوی لومړيتوب دی او تر هر څه وړاندې هڅه کوي صنعتي پارکونو ته برېښنا ورسوي، خو نوموړی ټینګار لري چې افغانستان شاوخوا ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا ته اړتيا لري او دوی یوازې ۵۰۰ مېګاواټه برېښنا په واک کې لري.
توحيدي زیاتوي، د صنعت کارانو شکایتونه په ژمي کې زیاتېږي او هغه له دې کبله چې دغه موسم کې خلک له برېښنا ډېره استفاده کوي او دوی نه شي کولای ټولو ځایونو ته کافي برېښنا ورسوي: ((هېوادوال دې هغه وسايل نه کاروي چې برېښنا ډېره لګوي، موږ تر خپله وسه هلې ځلې کوو چې د کندهار او ټولو ولایتونو له پاره کافي برېښنا برابره کړو، خو دا کار وخت ته اړتیا لري او هېوادوال هم باید له زغم کار واخلي.))
د يادولو ده چې د افغانستان لویه برخه برېښنا وارداتي ده او تر يوې نيمې لسيزې تېرېدو وروسته هم د اوبو او برېښنا وزارت نه دی توانېدلی چې نوي بندونه ورغوي او د اړتيا وړ برېښنا په کور د ننه تولید کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA