ads

په افغان ځوانانو د باور زیاتولو هڅه

د سوداګرۍ او صنايعو خونې د ړنا پوهنتون په مرسته د دغه پوهنتون د محصلينو له لوري د جوړو شوو توکو نندارتون جوړ کړ.

نویسنده: The Killid Group
4 کب 1395
په افغان ځوانانو د باور زیاتولو هڅه

د سوداګرۍ او صنايعو خونې د ړنا پوهنتون په مرسته د دغه پوهنتون د محصلينو له لوري د جوړو شوو توکو نندارتون جوړ کړ.
د ســوداګــرۍ او صنــايــعـــو خـــونـــې ويـــانــد صيام الدين پسرلي د دې نندارتون هدف د افغان ځوانانو په کارونو او وړتیاوو د باور زیاتول ګڼي او وايي، ډېری دولتي ادارې د افغانانو په ځای بهرنيان په كار ګماري او په افغان ځوانانو پوره باور نه لري، له همدې کبله د سوداګرۍ خونې وپتېيله چې د رڼا پوهنتون یو شمېر محصلين وهڅوي، څو ځينې توکي تولید کړي او حکومت او خصوصي سکتور ته نوې طرحې وسپاري.
په دې نندارتون كې د نارينه او ښځينه محصلينو له لوري ۶۰ غرفې اېښودل شوې وې او په دې غرفو کې ټول اېښودل شوي توکي د همدې محصلينو له لوري تولید شوي وو، په دې توکو کې شامپو، د لاس وينځلو مایع او نور بېلا بېل توکي شامل وو.
د ســوداګـــرۍ او صنـــايــعــو خــونــې ويــانــــد صيام الدين پسرلی وايي، یو شمېر افغان ځوانان د خلاقیت او نوښت ښه استعداد او لوړ فکرونه لري، ښې او ګټورې طرحې جوړوي، خو دا چې د حکومت له لوري یې ملاتړ نه کېږي، نورو هېوادونو ته مخه کوي، هلته په کار بوختېږي او هېواد ته یې هېڅ ګټه نه رسېږي: ((د سوداګرۍ خونه غواړي، د دغه ځوانانو وړتیاوو او استعدادونو ته د حکومت پام راواړوي څو له هغوی ملاتړ وکړي او ګټه ترې واخیستل شي.))
نوموړی زیاتوي، د سوداګرۍ او صنايعو خونه د سوداګرۍ د پراختیا په نوم ځانګړې اداره لري او دغه اداره له هغو ځوانانو ملاتړ کوي او غږ یې تر خلکو او حکومتي چارواکو رسوي چې ښې وړتیاوې او د نوښت او خلاقیت ځانګړي استعدادونه لري.
پسرلی زیاتوي، په وروستیو کې په یو شمېر برخو کې ښځو هم له ځانه ځانګړې وړتیاوې ښودلې او په دې برخو کې بیا نارينه هومره وړتیاوې نه لري. نوموړی زیاتوي په دغو برخو کې په ښځو باور زیات شوی او د خلکو هم پام ور اوښتی له همدې کبله په دې نندارتون کې تر ۵۰ په سلو کې ښځو برخه اخیستې ده.
د دغه نندارن یوه ښځينه ګډونواله صدیقه اسماعيلي وايي، د لومړي ځل لپاره فرصت په لاس ورغلی چې له سوداګرۍ خونو سره ګډ کار وکړي او د هېواد د اقتصاد د رغاوي په برخه کې عملاً برخه واخلي.
صدیقې هم د دې نندارتون په یوه غرفه کې د پلورونکې په توګه فعالیت درلود. نوموړې مرسل ته وویل، لا هم یو شمېر نارينه فکر کوي چې ښځې باید د پلورونکې په توګه کار ونه کړي او دا دنده ورته بده ښکاري، خو د نوموړې په خبره، دوی غواړي دغه ډول ذهنیتونه له منځه لاړ شي او له همدې کبله یې دغه نندارتون کې ګډون کړی دی: ((غواړم ثابته کړم چې ښځې هم د نارينهوو په توګه په هره برخه کې وړتیاوې لري.))
مژګان احمدي ددغه نندارتون بله ګډونواله ده، نــومــوړې وايي، له سهــار تر ماښــامه توانېدلې یو شمېر توکي لکه عطر، شامپو، کريم او نور وپلوري. نوموړې هم فکر کوي چې په ګډ کار سره ټولنه پرمختګ کولای شي. احمدي زیاتوي، تر هغې چې ځوانان په ګډه د هېواد په ودانولو کې رغنده ونډه وانه خلي، بریالیتوب ته رسېدل ستونزمن دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA