ads

شري او سينه بغل ۳۷ ماشومان وژلي

د شري او سينه بــغــل نــاروغيــو له کبله د کندهار په ميرويس روغتون کې يوازې په يوه مياشت کې ۳۷ ماشومان مړه شوي دي. د کندهار د میرويس روغتون چارواکي وايي، د هوا په سړېدو په دغه ولایت کې د شري او سينه بغل ناروغۍ زیاتې شوې دي.

نویسنده: The Killid Group
4 کب 1395
شري او سينه بغل ۳۷ ماشومان وژلي

د شري او سينه بــغــل نــاروغيــو له کبله د کندهار په ميرويس روغتون کې يوازې په يوه مياشت کې ۳۷ ماشومان مړه شوي دي. د کندهار د میرويس روغتون چارواکي وايي، د هوا په سړېدو په دغه ولایت کې د شري او سينه بغل ناروغۍ زیاتې شوې دي.
شری او سينه بغل هغه ناروغۍ دي چې د واکسين له لارې یې وقایه کېږي خو دا چې په جنوبي ولایتونو کې ډېری کورنۍ د خپلو اولادونو واکسين ته پام نه کوي، دغه ناروغۍ ډېرې شوې دي.
د کندهار د ميرويس روغتون د ماشومانو د داخله بــرخــې مســوول ډاکــټر محمدصديق وايي، سږ کال دا دواړې ناروغۍ د تېر کال په پرتله زياتې شوې دي او له کبله يې په تېره يوه مياشت کې يوازې په دې روغتون کې ۳۷ ماشومان مړه شوي دي.
نوموړی زیاتوي، د كورنيو د بې غورۍ له کبله ناروغ ماشومان په ډېر بد حالت روغتون ته راوړل كېږي. د هغه په خبره، له دوی سره د شري ناروغۍ ۲۰۶ پېښې ثبت شوې چې له هغې ډلې په ۱۷ پېښو کې ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
نوموړی زیاتوي، د تېر كال په پرتله سږ كال د سينه بغل د ناروغانو شمېر زيات وو: ((یوازې په تېره یوه میاشت کې مو د سينه بغل ۳۴۹ پېښې لرلې چې له دې ډلې ۲۰ پېښو کې ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.))
روغتیاپالان وايي، دا چې کورنۍ په وخت خپلو ماشومانو ته واکسين نه ورکوي او د ناروغۍ پر مهال یې روغتون ته هم په وخت نه رسوي نو ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د ميرويس روغتون چارواکي وايي، دغه ناروغۍ تر ډېره په لرې پرتو ولسوالیو کې زیاتې شوې دي او د لارو د بندښت او ناامنیو له کبله ناروغان په وخت روغتونونو ته نه رسېږي: ((زموږ له ثبت شوو پېښو ور هاخوا هم یو شمېر ماشومان مړه شوي دي چې هېڅ تر روغتون نه دي رارسېدلي.))
له دې ناروغيو زیانمن سلګونه ماشومان دا مهال هم په ميرويس روغتون كې بستر دي. د دغه ماشومانو کورنۍ په ميرويس روغـتــون کې د درمــلــنې لــه چارو خــوښې دي، خو ددې ناروغۍ له اوږدوالي تر پوزې راغلې دي.
د كندهار ولايت يوه اوسېدونكې چې خپله ۳ كلنه لور يې د سينه بغل ناروغۍ له کبله په ميرويس روغتون كې بستر كړې وايي، لور يې سخــتــه تبــه لرله او وروسته نس ناستې هم شوه چې ۹ شپې په همدې روغتون كې بستر شوه، خو كله چې یې كورته يوړه بېرته ناروغه شوه او اوس پنځمه شپه ده چې بيا بستر شوې ده.
د شري په ناروغۍ د اخته بلې ماشومې ګلمــينې وضــعــيت بیا تر نورو ډېــر د اندېښنې وړ دی او مور يې وايي ډاکټرانو ورته ويلي چې ښايي لور يې روغه نه شي: ((لومړی مې خپله لور كلينيك ته وړې وه، خو هلته ډاکټرانو راته وویل چې دلته یې درملنه نه کېږي او ښار ته یې یوسه.))
شرى او سينه بغل دواړه ساري ناروغۍ دي او له يوه کس بل ته په اسانۍ انتقالېږي.
روغتيا پالان وايي، ډېری وخت د کورنیو له لوري د دغه ناروغۍ د درملنې لپاره خپل سرې تداوي هم ددې سبب کېږي چې د ماشوم ژوند له ګواښ سره مخ شي.
د دوی په خبره، کورنۍ باید په وخت خپل ماشومان واکسين او د ناروغۍ پر مهال روغتون ته ورسوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA