ads

ښکاري وسلې د وحشي ژوو او کمیابو مرغانو نسلونه ګواښي

په داسې حال کې چې د غیرقانوني ښکار له کبله په افغانستان کې د ۱۴۰ ډوله ژوو او کميابو مرغانو نسلونه د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي، د کلید ګروپ موندنې ښيي چې د تېر کال په پرتله سږ کال افغانستان ته د ښکاري وسلو په وارداتو کې د ۸۰ ملیون افغانیو په ارزښت […]

نویسنده: The Killid Group
2 کب 1395
ښکاري وسلې د وحشي ژوو او کمیابو مرغانو نسلونه ګواښي

په داسې حال کې چې د غیرقانوني ښکار له کبله په افغانستان کې د ۱۴۰ ډوله ژوو او کميابو مرغانو نسلونه د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي، د کلید ګروپ موندنې ښيي چې د تېر کال په پرتله سږ کال افغانستان ته د ښکاري وسلو په وارداتو کې د ۸۰ ملیون افغانیو په ارزښت زیاتوالی راغلی.
د دغه شمېرو له مخې هېواد ته په منځني ډول په کال کې د څه باندې ۱۹۵ملیون افغانیو په ارزښت ښکاري وسلې راوړل کیږي او په تېر ۱۳۹۵ مالي کال کې افغانستان ته له ترکیې، روسیې، پاکستان، ایټالیا او نورو هېوادونو د څه باندې ۲۳۵ ملیون افغانیو په ارزښت وسلې راوړل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د چاپیریال ساتنې ملي اداره وایي، که په هېواد کې د ښکار کولو او ښکاري وسلو د پیر او پلور مخنیوی ونه شي، د لږ تر لږه ۱۴۰ ډوله وحشي ژوو او مرغانو چې مارکوپولو پسونه، ژمني پړانګان، مار خوړونکې وزې، هوسۍ، باز، باښه، حسیني قاز او نور پکې شامل دي؛ نسلونه د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.
له بل لوري د ولسي جرګې د چاپیریال ساتنې کمسیون هم د چاپېریال ساتنې ادارې اندېښنه پر ځای بولي او وایي دغه کمسیون په بازارونو کې د ښکاري ټوپکونو د شتون، په غیرقانوني ډول د ځنګلونو د وهلو او غیر قانوني ښکار خبره له کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت ریاست سره شريکه کړې او نور د هغوی دنده ده چې په دې تړاو هڅې وکړي، ځکه اجرایوي صلاحیتونه له همدې ادارو سره دي. د دغه کمسیون په وینا د ښکار او ښکاري وسلو د پیر او پلور مخنیوی د افغانستان لپاره یوه حیاتي خبره ده، خو ددې کار مخنیوی په هغه سیمو چې د دولت د مخالفینو په لاس کې دي سخت دی.
د وحشي ژوو او کمیابو مرغانو ښکار د جمهور رييس کرزي د حکومت پر مهال د نوموړي له لوري د ۵۳ شمېرې فرمان پر بنسټ د څو کلونو لپاره بند اعلان شوی وو او په ۱۳۸۹ لمریز کال دغه فرمان د ۵ نورو کلونو لپاره و غځول شو او په هغه کې له ټولو امنیتي ارګانونو غوښتل شوي وو چې د وحشي ژوو او کميابو مرغانو د ښکار مخه ونيسي.

د قانون نشت
که څه هم د تېر حکومت پر مهال د جمهور رييس حامد کرزي د ځانګړي فرمان له مخې ښکار بند شوی وو، خو تر دې مهاله په دې تړاو کوم ځانګړی قانون او مقرره وجود نه لري.
د چاپیریال ساتنې ادارې د عامه پوهاوي د برخې مسوول محمد اقبال همدرد وايي، په بازارونو کې په پراخه کچه د ښکاري وسلو شتون دغه اداره اندېښمنه کړې. نوموړی زیاتوي، په بازارونو کې د دغه ډول وسلو د ټولولو لپاره یې ډیرې هڅې کړې دي، خو تر اوسه دوی نه دي توانیدلي چې دغه ډول وسلې له بازارونو څخه راټولې کړي او علت یې هم د داسې یو قانون نشت دی چې له مخې يې دوی وکړای شي په بازارونو کې د دغه ډول وسلو د پیر او پلور مخه ډب کړي: (( ۱۳۸ ډوله وحشي ژوي او نور الوتونکي په افغانستان کې د له منځه تلو په حال کې دي، مارکوپولو پسونه، ژمني پړانګان، مار خوړونکې وزې، هوسۍ او په الوتونکو مرغانو کې باز ، باښه، حسیني قازان او نور دي چې د دوی نسلونه ډېر محدود شوي دي او جدي ساتنې ته اړتیا لري.))
همدرد زیاتوي، اوس هم د هېواد په بېلا بېلو برخو او په ځانګړي ډول ناامنو سيمو کې د کميابو مرغانو ښکار دوام لري. که چېرې دغه بهیر دوام وکړي، د یادو مرغانو نسلونه له منځه ځي: (( دا د افغانستان پانګه ده. ډېری دغه مرغان بهرنیو هېوادونو ته قاچاق کېږي.))
د همدرد په خبره، که څه هم ناامنو سيمو کې په غیرقانوني ډول د کمیابو مرغانو ښکار دوام لري خو په امنو سيمو کې يې د امنيتي ځواکونو له لوري مخه نیول شوې ده. نوموړی زیاتوي، په بامیان، بدخشان او پامير کې چې اوس دویم ملي پارک بلل کېږي، کمیاب مرغان موندل کېږي خو د کورنیو چارو وزارت منسوبينو يې د غیرقانوني ښکار مخه نیولې ده: ((مونږ د کميابو مرغانو او وحشي ژوو د اهمیت په تړاو د پوهنې او حج او اوقافو وزارتونو او رسنیو په مرسته د عامه پوهاوي پروګرامونه په لاره اچولي دي چې خلک د کمیابو مرغانو او وحشي ژوو له اهمیت خبر شي. دوی ته د کمیابو مرغانو او وحشي ژوو د اقتصادي، بیولوژیکي او ټولنيز اهمیت په تړاو معلومات ورکوو، چې د دغه مرغانو په نه ښکار سره له چاپېریال ساتنې ادارې سره مرسته وکړي.))
د چاپیریال ساتنې ادارې د معلوماتو له مخې په افغانستان کې ۱۳۷ ډوله تي لرونکي ژوي، ۴۷۸ ډوله بېلابېل الوتونکي، ۱۰۲ ډوله خزندې، ۹ ډوله ذومعشتین (په اوبو او وچه کې ژوند کوونکي) او ۱۱۷ ډوله کبان موجود دي: ((په هغه ځایونو کې چې کمیاب مرغان او وحشي ژوي ژوند کوي هلته یو ایکو سیستم رامنځته کیږي کله چې دغه سيستم رامنځته شو، هلته بازار پیدا کېږي، سیاحت پیدا کېږي، راکړه ورکړه پیدا کېږي او فرهنګي تبادل رامنځته کېږي او دا هر څه ډېر اهمیت لري.)) د همدرد په خبره، دوی هڅه کوي چې د هېواد په ټولو برخو کې د کمیابو مرغانو او وحشي ژوو ژوند ته پاملرنه وکړي: ((په دې وروستیو وختونو کې یو شمیر حیوانات چې د عامو خلکو له لوري نیول شوي وو، د چاپېریال ساتنې ادارې له لوري ازاد شول چې ښه بېلګه یې په وروستیو کې د یوه پړانګ ازادول و چې فراه ولایت کې نیول شوی و.))
خو د چاپېریال ساتنې اداره ټینګار کوي چې دوی اوس مهال د ښکار د مخینوي لپاره په یوه مقرره کار پیل کړی دی: (( د دغه مقررې له مخې به په هېواد کې ښکار بند شي او هغه کسان به چې له دغه مقررې سر غړونه کوي مجازات کړل شي.))
اقبال همدرد وايي، دوی دغه مقرره عدلیې وزارت ته لېږلې او تر تصویب وروسته به یې عملي کړي. همدرد زیاتوي، هغه کسان چې په غیرقانوني ښکار کې ښکېل دي، د امنیتي ځواکونو له لوري يې مخنیوی شوی، فشار پرې راوړل شوی او جريمه شوي چې له ښکار کولو لاس واخلي.))
په هېواد کې د وسلو شتون
که څه هم هېواد ته په ازاد ډول ښکاري وسلې هم راوړل کېږي، خو د افغانستان په بېلا بېلو سيمو کې خلک د جهاد د وخت وسلې هم له ځان سره لري او که هر وخت وغواړي کولای شي د وحشي ژوو او مرغانو د ښکار لپاره یې وکاروي.
د ولسي جرګې د چاپېریال ساتنې کمسیون غړي الحاج قاضي عبدالرحیم رهین کلید ته وویل، که له یوه لوري افغانستان کې ښکاري وسلې هم ډېرې او په ازاد ډول یې کاروبار کېږي له بل لوري د افغانستان ډېری خلک کورونو کې وسلې لري او دې چارې په افغانستان کې د غیرقانوني ښکار په زیاتېدو کې مرسته کړې ده: ((موږ په هېواد کې د پستې په نوم یو ځنګل درلود چې هلته ډېر ډولونه الوتونکي مرغان او نور وحشي ژوي موجود وو، له همدې وسلو په استفادې خلکو ښکار کړل او نسلونه یې له منځه لاړل، اوس نه هلته وحشي ژوي شته او نه کمیاب مرغان.))

په ښکاري وسلو د بنديز اړتیا
که څه هم افغانستان کې د پخواني جمهور رييس حامد کرزي د حکومت پر مهال د یوه فرمان له مخې ښکار بند شوی و او اوس هم په یو ډول دغه فرمان عملي دی، خو د ښکاري وسلو کاروبار بیا په ازاد ډول ترسره کېږي او تر دې مهاله یې مخه نه ده نیول شوې.
قاضي عبدالرحیم رهین ټینګار کوي، چې دوی په بازارونو کې د ښکاري وسلو د شتون، د ځنګلونو د وهلو او د وحشي ژوو او کمیابو مرغانو د ښکار موضوع ګانې له کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت ریاست سره شريکې کړې دي او له هغوی یې غوښتي چې په دې تړاو جدي ګامونه واخلي. نوموړی ټینګار کوي چې په ښکاري وسلو دې بنديز ولګول شي: ((دا یوه خورا مهمه او حیاتي موضوع ده، تر هغې چې ښکاري وسلې بندې نه شي ښکار هم له منځه نه ځي.))
خو نوموړی اندېښنه ښيي، په هغو سيمو کې چې د حکومت د وسله والو مخالفينو په لاس کې دي، د غیرقانوني ښکار مخنیوی ستونزمن دی.

د وارداتو زیاتوالی
په داسې حال کې چې افغانستان کې د وحشي ژوو او کمیابو مرغانو د ښکار په تړاو اندېښې مخ په زیاتېدو دي، کال په کال افغانستان ته د ښکاري وسلو واردات هم زیاتېږي او تر دې مهاله یې هېڅ ډول مخنیوی نه دی شوی. د ماليې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست وایي، په منځني ډول هر کال افغانستان ته د ۱۹۵.۶۲ ملیون افغانیو په ارزښت ښکاري وسلې راوړل کیږي او په تېر ۱۳۹۵ مالي کال کې افغانستان ته له ترکیې، روسیې، پاکستان، ایټالیا او يو شمېر نورو هېوادونو د څه باندې ۲۳۵ ملیون افغانیو په ارزښت وسلې راوړل شوې دي چې د تېر ۱۳۹۴ مالي کال په پرتله د ۸۰ ملیون افغانیو په ارزښت زیاتوالی ښيي.

د وسلو په وارداتو کې د دوو تېرو مالي کلونو تفکیک (په ملیون افغانیو)
زیاتوالی ګمرکي ارزښت مالي کال
  155.78 1394
51% 235.45 1395
  195.62 ټول ارزښت
افغانستان ته د وسلو د صادروونکو هېوادونو تفکیک (په ملیون افغانیو)
ګمرکي ارزښت هیواد ګڼه
214.19 ترکیه 1
12.78 روسیه 2
6.30 پاکستان 3
2.18 نور ټول هېوادونه
235.45 ټول ارزښت
د واردوونکو شرکتونو تفکیک (په ملیون افغانیو)
ګمرکي ارزښت واردوونکی شرکت ګڼه
70.87 محمدرسول موسی زی لمټډ 1
40.30 محمدجاوید فهیم لمټډ 2
28.17 افغان تایر لمټډ 3
23.84 جلالي لمټډ 4
15.26 گل کوهي لمټډ 5
11.94 حلیم کاروان لمټډ 6
11.02 افغان بریتا لمټډ 7
8.59 ستاره جنوب اسیا لمټډ 8
7.86  نوروزالدین لمټډ 9
7.10 محمد یوسف هوتک لمټډ 10
10.50 نور ټول شرکتونه
235.45 ټول ارزښت


ښکاري وسلې او جنایتونه
ښکاري که جنګي وسلې
که څه هم د افغانستان په بازارونو کې ښکاري وسلې په ازاد ډول پلورل کېږي، خو داسې شکایتونه وجود لري چې په دغو وسلو کې داسې وسلې هم شته چې قوت یې تر ښکاري هغو ډېر دی او ښايي جګړه کې هم وکارېږي.
د کابل ښار د لومړۍ حوزې اړوند د پل خشتي مسجد ته څېرمه یوه مارکېټ کې شاوخوا ۱۵ دوکانونه ښکاري وسلې پلوري. د دې مارکېټ یوه دوکاندار د نوم نه ښودو په شرط کلید ته وویل چې په دغو وسلو کې داسې وسلې هم شته چې تر ښکاري هغو یې قوت زیات دی او ښايي جګړه کې هم وکارول شي: (( هغه وسلې چې اوس یې راوړو تر پخوانیو ښکاري وسلو یې قوت ډېر دی.))
نوموړی زیاتوي په دغه دوکانونو کې داسې ښکاري وسلې هم شته چې د پولیسو له وسلو سره ورته والی لري او بيې یې تر۱۰۰زرو افغانیو لوړې دي: ((مونږ د څو بېلابېلو شرکتونو څخه ښکاري وسلې رانیسو، یاد شرکتونه له ترکیې، روسیې، پاکستان او نورو هېوادونو افغانستان ته وسلې راوړي، زمونږ په دوکان کې د وسلو بیې له ۵ زره افغانیو شروع بیا تر یو سل پنځوس زره افغانیو پورې رسیږي.))
دغه دوکاندار زیاتوي، کله چې خلک له دوی دغه ډول وسلې اخلي، دوی ورته د ټوپک اخستو بېل، هېواد ته د راوړونکو ټوپکونو د شرکت د جواز کاپي او د ګمرک پاڼه ورکوي چې کوم امنیتي ارګان د دغو وسلو د انتقال او ساتلو مخنیوی ونه کړي: (( دا اسناد چې ورکړو بیا د کورنیو چارو وزارت کوم سند ته اړتیا نشته.))
له بل لوري د کورنیو چارو وزارت هم د دغه وسلو له کارولو اندېښنه لري. د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، هر هغه څوک چې دا وسلې اخلي باید د کورنیو چارو له وزارت سره يې شريکې کړي او که داسې ونه کړي، دوی به یې ظبط کړي: ((ښايي دا وسلې په غلاوو او قتلونو کې وکارول شي.))
صدیقي وايي، د ښکاري وسلو ثبت کولای شي له دوی سره د هغه جرمونو په راکمېدو کې مرسته وکړي چې له ښکاري وسلو په استفاده رامنځته کېږي.

په افغانستان کې داسې مهال د ښکاري وسلو ازاد کاروبار کېږي چې د راپورونو له مخې ډېری دغې وسلې د خلکو له لوري په جنایتونو او وژنو کې کارول شوې دي.
شاوخوا ۳ میاشتې وړاندې په کاپیسا ولایت کې د یوه کس له لوري د جومات ملا امام د ښکاري ټوپک په مټ ووژل شو. دغه ډول ډېر نور موارد هم شته چې خلکو د کورني تاوتريخوالي، شخصي او قومي دښمنیو، غلاوو او جنایتونو پر مهال له دې وسلو استفاده کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA