افغانستان د کرکټ د پنځو يوې ورځنيو سياليو په دويمه لوبه کې هم زمبابوې ته ماتې ورکړه او افغانستان دا لوبه د ۵۴ منډو په توپير وګټله.
افغانستان په ۵۰ اورونو کې زمبابوې ته د ۲۳۹ منډو هدف وټاکه، خو د زمبابوې لوبغاړو د افغان توپ اچوونکو مقابله ونه شوای کړای او ټوله لوبډله يې په درې څلوېښتم اوور کې په ۱۸۴ منډو وسوځېدله.
په افغان توپ وهونکو کې شهزاد محمدي ۶۴، رحمت شاه ۵۴ او نجيب ځدراڼ ۴۵ منډې وکړې.
دغه راز په توپ اچوونکو کې بيا محمد نبي او راشد خان درې درې او ګلبدين او حمزه دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
د افغانستان او زمبابوې درېيمه لوبه د سه شنبې په ورځ ده او که افغانستان دا لوبه وګټله، د پنځو لوبو د دغه روان سيريز ګټونکی به شي.