ads

افغانستان پاکستان ته د ترهګرو د ۸۵ غړو نوملړ وسپاره

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، د ترهګرو ډلو او د حقاني شبکې د ۸۵ غړو نومونه او د ترهګريزو روزنيزو ۳۲ مرکزونو لېست يې اسلام اباد ته سپارلی، چې د پاکستان په خاوره کې دي، د افغانستان پرضد فعاليت کوي او له پاکستاني چارواکو يې غوښتي چې هغوی ونيسي او کابل ته يې وسپاري.

نویسنده: The Killid Group
2 کب 1395
افغانستان پاکستان ته د ترهګرو د ۸۵ غړو نوملړ وسپاره

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، د ترهګرو ډلو او د حقاني شبکې د ۸۵ غړو نومونه او د ترهګريزو روزنيزو ۳۲ مرکزونو لېست يې اسلام اباد ته سپارلی، چې د پاکستان په خاوره کې دي، د افغانستان پرضد فعاليت کوي او له پاکستاني چارواکو يې غوښتي چې هغوی ونيسي او کابل ته يې وسپاري.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې دا لست يې د افغانستان سفير له لوري په اسلام اباد کې پاکستان ته سپارلی دی.
د افغانستان بهرنيو چارو وزارت ويلي، پاکستاني چارواکو د دغو لست پر وړاندې مثبت غبرګون ښودلی او هيله يې څرګنده کړې، چې په دې تړاو عملي ګامونه پورته شي.
په خبر پاڼه کې راغلي، چې د افغانستان بهرنيو چارو وزارت ويلي هيله لري، چې د پاکستان له حکومت سره په ګډه په ځانګړې توګه د همغږۍ څلور اړخيزې ډلې په چوکاټ کې د دواړو لوريو د لستونو او اندېښنو په اړه بحث وکړي.
د افغانستان حکومت زياته کړې، که چېرې د افغانستان د خلکو پر وړاندې تاوتريخوالی دوام ومومي، نو دوی به د ملګرو ملتونو له لارې پر ټولو ترهګريزو ډلو او د هغوی پر ملاتړو د لا ډېرو تعذيراتو هڅه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د جمعې په ورځ پاکستان افغانستان ته د ۷۶ ترهګرو لېست چې په دغه هېواد کې پټ دي او د پاکستان پر ضد فعاليت کوي د افغانستان سفير ته په پاکستان کې سپارلی و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA