د سالنګ لويې لارې د ساتنې او څارنې ادارې مسوولين وايي، چې دا لاره د زياتې واورې ورېدنې او طوفان له كبله يو ځل بيا د ټرافيكو پرمخ تړل شوې ده.
له سالنګونو ترلاسه شوي راپورونه وايي، چې له پرون مازديګر راهيسي د تونل په دواړو خواوو (شمالي او جنوبي سالنګ) کې په شدت واوره اوري.
د چارواکو په وينا له واورې سره په يو وخت شديد توپان هم دوام لري او له ۵ مترو زياته لاره نه ليدل کيږي .
د سالنګونو د ساتنې او څارنې امر ډګرجنرال محمد رجب نن پر خپله فېسبوك پاڼه ليكلي، په شمالي او جنوبي سالنګونو کې واوره تر اتيا سانتي مترو پورې لوړه شوې ده.
هغه له مسافرو او موټر چلوونكو غوښتي و، چې تر راتلونكو دوو ورځو پورې د سالنګ پر لويې لارې له تګ راتګه ډډه وكړي.
د سالنګ لويه لار، چې د هېواد مرکز له نهو شمالي ولايتونو سره نښلوي، په سږني ژمي کې د تېرو کلونو په پرتله د زیاتو ورښتونو له څو ځله د سالنګونو لار بنده شوه.