ads

د جوزجان په قوش تپه او درزاب ولسوالیو کې عملیات نه دي ترسره شوي

د جوزجان ولایت په قوش تپه او درزاب ولسواليو کې تر دې مهاله د وسله والو ډلو د له منځه وړلو لپاره عمليات نه دي ترسره شوي. د جوزجان د والي وياند محمد رضا غفوري د دغه عملياتو د نه ترسره کېدو يوازينی علت ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې اوښتل بللي دي او وايي،

نویسنده: ISMAT MAYAR
29 سلواغه 1395
د جوزجان په قوش تپه او درزاب ولسوالیو کې عملیات نه دي ترسره شوي

د جوزجان ولایت په قوش تپه او درزاب ولسواليو کې تر دې مهاله د وسله والو ډلو د له منځه وړلو لپاره عمليات نه دي ترسره شوي. د جوزجان د والي وياند محمد رضا غفوري د دغه عملياتو د نه ترسره کېدو يوازينی علت ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې اوښتل بللي دي او وايي، که دغه عمليات ترسره شي ښايي د درزاب او قوش تپې ولسوالیو ډېری اوسېدونکي له خپلو کورونو بې ځايه شي.

خو ښاغلی رضا ټينګار لري چې د دغه ولايت ځايي ادارې څو ځله په قوش تپه او درزاب ولسواليو کې د عملياتو وړانديزونه مرکزي حکومت ته سپارلي دي او هيله من دي چې مرکزي حکومت د يوه پراخ پلان له مخې د هوا تر ګرمېدو مخکې په دغو ولسواليو کې د عملياتو ترسره کولو امر صادر کړي.

د جوزجان قوش تپه او درزاب د دغه ولايت تر ټولو ناامنه ولسوالۍ دي چې د دولت مخالفې وسله والې ډلې طالبان او داعش پکې فعاليت لري. په وروستي پېښه کې داعش ډلې په قوش تپه ولسوالۍ کې د سره صليب ۶ کارکوونکي په ډزو ووژل او دوه تنه يې له ځان سره يووړل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA