د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په لومړۍ پنځوس اوريزه لوبه کې زمبابوې ته ماتې ورکړه.
د دغه لوبې پچه افغان لوبډلمشر اصغر ستانکزي وګټله او خپله يې د توپوهنې پرېکړه وکړه. افغانستان په ټاکل شوو پنځوس اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو زمبابوې ته د ۲۱۶ منډو هدف وټاکه.
زمبابوې د دغه هدف په تعقيب لوبه پيل کړه، خو ډېر ژر يې خپل څلور لوبغاړي له لاسه ورکړل. وروسته لوبه باران ودروله خو د D/L قانون له مخې د افغانستان لوبډله په ۱۲ منډو بريالۍ اعلان شوه.
ټاکل شوې افغانستان له زمبابوې سره ۴ نورې يو ورځنۍ لوبې هم وکړي چې راتلونکې لوبه به د يکشنبه په ورځ ترسره کېږي.
افغانستان تر دې وړاندې هم له زمبابوې سره څلور سيريزونه ترسره کړي دي چې درې ځله يې زمبابوې ته ماتې ورکړه او يو ځل هم لوبې مساوي شوې دي.