ads

يونيسف پکتيکا کې خپل فعاليتونه پراخوي

د يونيسف نړيواله موسسه غواړي، چې په راتلونکي کې په پکتيکا کې خپل پروګرامونه نور هم پراخ کړي.
دغه څرکندونې د يادې موسسې د کورنيو او بهرنيو چارو مسوولينو د پکتيکا له والي محمدالياس وحدت سره په ځانګړې ناسته کې وکړې.

نویسنده: The Killid Group
27 سلواغه 1395
يونيسف پکتيکا کې خپل فعاليتونه پراخوي

د يونيسف نړيواله موسسه غواړي، چې په راتلونکي کې په پکتيکا کې خپل پروګرامونه نور هم پراخ کړي.
دغه څرکندونې د يادې موسسې د کورنيو او بهرنيو چارو مسوولينو د پکتيکا له والي محمدالياس وحدت سره په ځانګړې ناسته کې وکړې.
بل خوا د دې ولايت اوسېدونکي د دې موسسې له تېرو کړنو خوښي ښيي، خو وايي، چې په دې وروستيو کې يې پروګرامونه يو څه پڅ پر مخ ځي.
پکتيکا ته د دې موسسې راغلي پلاوي ژمنه وکړه، چې د امکان تر حده به په پکتيکا کې د پوهنې، روغتيا او بيارغونې په برخوکې همکاري کوي او خپل فعاليتونه به نور هم پراخوي.
په پکيتکا کې د پوهنې په برخه کې د يادې موسسې استازي شېرمحمدپه دې اړه کليدته وويل: (( په دې ولايت کې د يونيسف موسسې مرستې ډېرې اړينې دي.))
نوموړی زياتوي، که چېري د دې موسسې مرستې نه وي، نو په دې ولايت کې به د روغتيا، بيا رغونې او په ځانګړي ډول د پوهنې بهير له ګڼو ستونزو سره مخ شي.
بل پلو پکتيکاوال هم د دې موسسې مرستې ستايي، خو وايي، چې په دې وروستيو کې يې په دې ولايت کې کړنې يو څه کمرنګه شوې دي.
دوو تنو پکتيکا والو نيازمحمد او حاجي عبدالعزيز په دې اړه کليدته وويل، چې يونيسف موسسې په پکتيکا کې د ماشومانولپاره د ماشومانو دحقونو، روغتيا اوپوهنې په برخه کې لازمې مرستي کړې دي، خو په تېرکال کې د دوی کړنې يوڅه کمرنګه شوې وې.
دوی له دې موسسې څخه هيله لري، چې په راتلونکي کې خپل فعاليتونه لا پراخ کړي.
د پکتيکا والي محمدالياس وحدت هم په دې اړه کليدته وويل، چې دوی د يونيسف موسسې له مسوولينو سره له څو واري ناستو وروسته هغوی ته ډاډ ورکړی، چې د دوی مرستې به په شفاف ډول پلې کېږي او کلکه څارنه به يې کوي.
د والي په خبره، چې يادې موسسې له ډاډ حاصلولو وروسته په روان کال کې د مرستو د لا زياتوالي ژمنه کړې.
يونيسف موسسه په پکتيکا کې د ماشومانو د خوارځواکۍ، واکسينو، ګرځنده کلينيکونو او د پوهنې په برخه کې شپږ مختلف پروګرامونه پر مخ وړي، چې له ډلې يې په ښوونځيو کې د څښاک پاکو اوبو برابرول، د محلي ټولګيو تمويل، د وړکتونونو جوړول، د ښوونکو د ظرفيت لوړونې، ترڅلورم ټولګيو پورې د قرطاسيې برابرول او د ګېټ په نوم د ښځينه زده کوونکو لپاره له ځانګړي پروګرام څخه يادونه کولای شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA