ads

نن اسلام‌اباد کې د افغان کډوالو په اړه درې اړخيزه غونډه جوړېږي

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت چارواکي وايي، چې ټاکل شوې نن په اسلام‌اباد کې د افغانستان، پاکستان او UNHCR تر منځ درې اړخيزه غونډه جوړه شي.

نویسنده: The Killid Group
27 سلواغه 1395
نن اسلام‌اباد کې د افغان کډوالو په اړه درې اړخيزه غونډه جوړېږي

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت چارواکي وايي، چې ټاکل شوې نن په اسلام‌اباد کې د افغانستان، پاکستان او UNHCR تر منځ درې اړخيزه غونډه جوړه شي.
د کډوالو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفيظ احمد مياخېل وايي، چې په دې غونډه کې د ګډون په هدف د کډوالو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي په مشرۍ يو پلاوی اسلام اباد ته رسېدلی دی.
حفيظ احمد مياخېل وايي، په دې غونډه کې به د افغان حکومت غوښتنه دا وي، چې هغه يو عشاريه درې ميليونه افغانان چې له اسنادو پرته په پاکستان کې اوسېږي ثبت او راجسټر شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د افغانستان او پاکستان تر منځ د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه دوه اړخيزه غونډه جوړه شوې وه.
څو ورځې وړاندې د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان په خپل وروستي راپور کې وويل، چې د پاکستان پوليس په هغه هېواد کې د افغان کډوالو سره ناسم چلند کوي.
د بشري حقونو د څار سازمان يو بل انتقاد دا و، چې «يو، اېن، اېچ، سي، ار» له پاکستانه د افغان کډوالو له جبري وتلو سره مرسته کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA