ads

د پاکستان په مهمند ايجنسۍ کې ځانمرګي بريد ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د خېبر پښتونخوا په مهمند ايجنسۍ کې په غلنۍ پوستې نن سهار دوو ځانمرګو بريد ګرو بريد کړی، چې په پايله کې يې د څلور تنو ملېشو پوليسو په ګډون ټول شپږ تنه وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

نویسنده: The Killid Group
27 سلواغه 1395
د پاکستان په مهمند ايجنسۍ کې ځانمرګي بريد ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د خېبر پښتونخوا په مهمند ايجنسۍ کې په غلنۍ پوستې نن سهار دوو ځانمرګو بريد ګرو بريد کړی، چې په پايله کې يې د څلور تنو ملېشو پوليسو په ګډون ټول شپږ تنه وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
چارواکي وايي، چې لومړی بريد ګر د غلنۍ پوستې مخې ته ځان والوزاوه او دويم يې د مليشو سره په نښته کې وژل شوی دی.
که څه هم تراوسه چا د دې بريد مسووليت پر غاړه نه دی اخيستی، خو د پاکستان طالبانو د احرار ډله په دې سيمه کې ډېره فعاله او تر دې مخکې يې هم ګڼ بريدونه کړي دي.
تر بريد وروسته سم دستي ځينو پاکستاني چارواکو تور پورې کړ، چې بريد ګر د ډيورنډ کرښې له دې خوا ورغلي.
که څه هم افغان چارواکو د پاکستان ددې ادعا په هکله تراوسه څه نه دي ويلي، خو پخوا يې دا ډول تورنه رد کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA