ads

د ټرمپ د اجرايي فرمان پر خلاف د محاکمو اېتلاف لا پياوړی شوی

راپورنه وايي، چې امريکا ته د اوو اسلامي هېوادونو د وګړو پر ورتګ د بنديز په اړه د جمهور رييس ډونالد ټرمپ د اجراييه فرمان پر وړاندې د دې هېواد په محکمو کې نور اقدامات هم شوي دي.

نویسنده: The Killid Group
27 سلواغه 1395
د ټرمپ د اجرايي فرمان پر خلاف د محاکمو اېتلاف لا پياوړی شوی

راپورنه وايي، چې امريکا ته د اوو اسلامي هېوادونو د وګړو پر ورتګ د بنديز په اړه د جمهور رييس ډونالد ټرمپ د اجراييه فرمان پر وړاندې د دې هېواد په محکمو کې نور اقدامات هم شوي دي.
دا فرمان که څه هم د امريکا په لوېديځو ايالتونو کې پخوا لغو شوی دی، خو د وېرجينيا ايالت يوې محکمې هم د دې فرمان د ځينو برخو د لغو کولو په اړه خپل مقدماتي حکم اعلان کړی دی.
د محکمې يوه قاضي وويل، د امريکا د عدليې وزارت په دې اړه چې ولې دا فرمان بايد پر هغو خلکو تطبيق شي، چې با اعتباره وېزې لري هېڅ شواهد نه ‎دي وړاندې کړي.
همداراز د سياټل محکمې چې په لومړي سر کې يې د دې فرمان د ځنډولو حکم ورکړی و، يو ځل بيا ويلي، چې د دې فرمان پر ضد د دعوې استماعيه غونډه به جوړه کړي.
د ټرمپ مدافع وکيل غوښتنه کړې ده، چې د دې قضيې نور مراحل دې د اوس لپاره وځنډول شي.
دا په داسې حال کې ده چې سپينه ماڼۍ د سان فرانسېسکو د استېناف له محکمې څخه چې تېره اونۍ يې د دې فرمان د لغوې په برخه کې د ابتداييه محکمې له حکم سره موافقه وکړه د بلې استماعيه غونډې تمه لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA