ads

جوزجان ولايت کې طالبانو ۵۲ بزګر برمته کړي

د جوزجان سيمه ييز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په دغه ولايت کې له پنځوسو ډېر ملکي وګړي يرغمل کړي او يو نامعلوم لوري ته بيولي دي.

نویسنده: The Killid Group
27 سلواغه 1395
جوزجان ولايت کې طالبانو ۵۲ بزګر برمته کړي

د جوزجان سيمه ييز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په دغه ولايت کې له پنځوسو ډېر ملکي وګړي يرغمل کړي او يو نامعلوم لوري ته بيولي دي.
د جوزجان د والي وياند محمد رضا غفوري کليد ته وويل، چې دغه کسان پرون مازديګر مهال د دغه ولايت د چهل تيپې او چهاربند سيمې څخه د طالبانو له لوري يرغمل شوي دي.
د غفوري په وينا، چې طالبان غواړي په دا ډول کړنو سره د سيمې په خلکو فشار راوړي ترڅو طالبانو ته باج ورکړي.
خو نوموړي زياته کړه، چې ددغو کسانو د خوشې کېدو لپاره د پوليسو هڅې پيل شوې دي.
تراوسه وسله والو طالبانو ددغه کسانو د برمته کېدو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
دا دويمه پېښه ده، چې په دغه ولايت کې په دې وروستيو کې رامنځته کېږي.
تر دې وړاندې په خوشتيپه کې وسله والو د سره صليب شپږ کار کوونکي وژلي وو او دوه يې له ځان سره بيولي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA