د باميانو سيمه ييز چارواکي په دې ولايت کې د يوې ۱۷ کلنې نجلۍ د وژل کېدو خبر ورکوي.
د باميانو ولايت د والي وياند عبدالرحمن احمدي کليد ته وويل، چې تېره ورځ ماښام ناوخته د باميانو د ګوروانايي په سيمه کې يوه نجلۍ چې ۱۷ کاله عمر يې درلود په ډزو وژل شوې ده.
احمدي زياته کړه، چې تر اوسه د قتل اصلي علت نه دی څرګند او مړی يې نورو څېړنو لپاره د کابل عدلي طب ته لېږلی دی.
هغه وايي، چې د پېښې په اړه يې څو تنه نيولي دي او څېړنې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې لس ورځې وړاندې يوه ۲۰ کلنه نجلۍ د باميانو په مرکز کې د نامعلومو کسانو له لوري په چاقو باندې ووژل شوه.
د باميانو د امنيې قومندانۍ مسوولين وايي، داسې وژنې د کورني تاوتريخوالي، ناوړه دودونو او ټولنيزو ستونزو له کبله رامنځته کېږي.
د يادونې ده، چې په تېرو دوه مياشتو کې په باميانو کې له ۱۰ تنو ډېر وژل شوي، چې څلور تنه يې ښځې دې، خو د ډېرو پېښو په اړه يې څوک نه دي نيول شوي.