د کاپيسا امنيتي چارواکي وايي، په تګاب ولسوالۍ کې د دوی ځانګړي عمليات روان دي، چې د حکومت له وسله والو مخالينو څخه يې ګڼ شمېر سيمې هم نيولي دي.
د کاپيسا د امنيې قومندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزی وايي، چې په نيول شويو سيمو کې نوي سيمه ييز پوليس هم ځای پر ځای شوي دي .
نوموړي، زياته کړه تېر مازيګر هم د امنيتي ځواکونو په يو کمين کې درې تنو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د نوموړي په وينا دا وسله وال د نجراب د افغانيې سيمې اوسېدونکي وو.
د يادونې وړ ده، چې په تګاب کې له يوې مياشتې راهيسې د غبار ۷ په نوم عمليات پيل شوي، چې تر دې دمه دوام لري او تر اوسه لسګونه سيمه ييز پوليس هم په نوې دندو ګمارل شوي دي.