ads

ځینو ښوونځيو کې د اړيکو له مخې نمرې ورکول کېږي

د ننګرهار د یو شمېر ښوونځیو زده کوونکي او د دوی د کورنۍ غړي شکایت کوي، چې په ښوونځیو کې د ښوونکو له لوري دوی ته په ازموينو کې خپل حق نه ورکول کېږي. دوی وایي چې په ډېرو ښوونځیو کې زده کوونکو ته د دوی د وړتیا له مخې نه، بلکې د اړیکو او خپلوۍ پر بنسټ نمرې ورکول کیږي.

نویسنده: The Killid Group
25 سلواغه 1395
ځینو ښوونځيو کې د اړيکو له مخې نمرې ورکول کېږي

د ننګرهار د یو شمېر ښوونځیو زده کوونکي او د دوی د کورنۍ غړي شکایت کوي، چې په ښوونځیو کې د ښوونکو له لوري دوی ته په ازموينو کې خپل حق نه ورکول کېږي. دوی وایي چې په ډېرو ښوونځیو کې زده کوونکو ته د دوی د وړتیا له مخې نه، بلکې د اړیکو او خپلوۍ پر بنسټ نمرې ورکول کیږي.
د کامې ولسوالۍ د مراد عالي لیسې یو شمېر زده کوونکو کلید ته وویل، چې دوی شپه او ورځ په ځان یوه کړې، څو په ښو نمرو ټولګي کې بریالي شي، خو د ښوونکو له لوري یې حق خوړل کېږي او له دې ستونزې نور تر پوزې راغلي دي. دوی ټینګار کوي، چې ډېری ښوونکي مسلکي نه دي او له همدې کبله هغه زده کوونکي چې واسطه لري یا پیسه داره وي، په ښو نمرو بریالي کوي.
د دغه لېسې یوه زده کوونکي کلید ته وویل: ((موږ چې څومره خواري کوو، هېڅ ځای نه نیسي، نمرې ټولې واسطه دار خلک اخلي، بس هغه کسان مقرر شوي چې دولسم تولګي نه فارغ دي، هیڅ مسلکي کسان نه دي.))
په همدې حال کې بیا د جلال اباد ښار اوسیدونکي او مدني فعال حمیدالله احمدزي کلید ته وویل، چې تر ډېره دغه کارونه او بې عدالتي د هغه ښوونکو له لوري ترسره کېږي، چې مسلکي نه دي او علمي سویه یې هم ټيټه وي. نوموړی وايي، په خپله سیمه کې یې داسې زده کوونکي هم لیدلي، چې له وړتیا یې ټول ښوونځی خبر وي، خو په ازموینو کې یې حق داسې یوه زده کوونکي ته ورکول کیږي، چې سړی حیران شي: ((د غیرمسلکي استادانو د ګمارل کېدو له کبله دغه ستونزې راټوکېدلې دي، د غريب سړي زوی که هر څو لایق هم وي، خو نمرې د مالداره ټمبل زوی ته ورکول کېږي.))
له بل لوري له پاکستان نوي راستانه شوي کډوال ستارخان کلید ته وویل، چې اولادونه یې په ډېرو سختیو په ښوونځي کې شامل کړل، خو اوس یې چې د ازموينو پایلې راووتې د پارچو مطابق نمرې نه دي ورکړل شوې او ظلم ورسره شوی: ((زامن مې لایق دي، خو دا چې اړيکې او واسطه نه لرم، نو د خپل لیاقت له مخې نمرې نه ورکول کېږي.))
له بل لوري بیا د ننګرهار د پوهنې ریاست مسوولان مني، چې په یو شمېر ښوونځیو کې زدهکوونکي د اړيکو او خپلوۍ له مخې نمرې ترلاسه کوي، خو ټینګار کوي چې ددې کار د مخنيوي په هدف یې جدي هڅې روانې دي. د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند محمد اصف شینواري کلید ته وویل، هره هغه کړنه چې د قانون خلاف وي، که هغه د ښوونځي له مسوول تر ښوونکي پورې هر څوک ترسره کوي، دوی به یې د اسنادو له ترلاسه کولو سره سم عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپیژني: ((موږ دا منو چې په یو شمېر ښوونځیو کې به ستونزه وي، خو که هرڅوک کره اسناد را وړي، موږ به یې جدي څیړنه وکړو.))
دا لومړی ځل نه دی چې د ننګرهار ولایت زدهکوونکي او د دوی د کورنيو غړي د ښوونځیو له مسوولانو او ښوونکو دغه ډول ګيلې لري، بلکې تر دې وړاندې یې هم په دې تړاو خپل غږ پورته کړی، خو په لازم ډول نه دی اورېدل شوی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA