ads

پکتیا کې د زعفرانو کر زیات شوی

د پکتیا ولایت د کرنې ریاست وايي، دغه ولایت کې د نورو کلونو په پرتله سږ کال د زعفرانو کر زیات شوی. دوی د زعفرانو اسانه کرنه او په دې تړاو د عامه پوهاوي د پروګرامونو ترسره کول د دغه بوټي د کر زیاتېدو اصلي علتونه ګڼي.

نویسنده: The Killid Group
23 سلواغه 1395
پکتیا کې د زعفرانو کر زیات شوی

د پکتیا ولایت د کرنې ریاست وايي، دغه ولایت کې د نورو کلونو په پرتله سږ کال د زعفرانو کر زیات شوی. دوی د زعفرانو اسانه کرنه او په دې تړاو د عامه پوهاوي د پروګرامونو ترسره کول د دغه بوټي د کر زیاتېدو اصلي علتونه ګڼي.
د پکتیا ولایت د کرنې رييس ولید احمد تسل وايي، څو ځله یې د زعفرانو د کر او تولید په تړاو د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره کړي او بزګران یې هڅولي دي چې د دغه بوټي کرلو ته مخه کړي. د نوموړي په باور له همدې کبله د نورو کلونو په پرتله سږ کال په دغه ولایت کې د زعفرانو کر زیات شوی دی: (( اوس مهال خپله بزګر لېوالتیا ښيي چې په ځمکو کې یې زعفران وکري، موږ دوی ته د دغه بوټي ګټې بیان کړې دي، سږ کال په ټوليز ډول پکتیا ولایت کې درې کیلو ګرامه زعفران تولید شوي دي چې د نورو کلونو په پرتله یې کچه زیاته ده.))
تسل هیله ښيي چې کال په کال به د دغه ولایت د زعفرانو په تولید کې نور زیاتوالی هم راشي ځکه دغه بوټي ته د بزګرانو لېوالتیا هم په زیاتېدو ده او په دغه ولایت کې یې ښه نتیجه هم ورکړې ده: ((سږ کال مو څو بزګران د هرات د زعفرانو ټولنې ته معرفي کړل، څو له یو بل سره خپلې تجربې شریکې کړي، په همدې توګه به دوی خپلو حاصلاتو ته بازار موندنه هم کړې وي.))
که څه هم په پکتیا کې د زعفرانو د تولید کچه په لوړېدو ده، خو په معیاري توګه د دغه ګل د پروسس او هغه ته د مناسب بازار نشت لا هم د بزګرانو د ډېر پرمختګ په وړاندې پراته خنډونه دي.
له بل لوري د پکتیا بزګران د زعفرانو د کر او تولید په برخه کې د عامه پوهاوي پروګرامونو جوړول ګټور بولي او وايي، له همدې کبله په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی. د ګردېز ښار اوسیدونکی حاجي عبدالنعیم چې له څو کلونو راپدیخوا زعفران کري وایي، په پکتیا کې زعفرانو ښه نتیجه ورکړې: ((ما شاوخوا پنځه کاله وړاندې د زغفرانو تخم واخیست، په لومړیو کې موږ د زعفرانو په ارزښت نه پوهېدو، اوس نور بزګران هم لېوالتیا ښيي چې زغفران وکري، دې بوټي ښه نتیجه ورکړې ده.))
اخوا د پکتیا د زعفرانو کاروباريان بیا له ډیرو ستونزو سره هم لاس او ګرېوان دي. دوی وایي حکومت یې باید مالي ملاتړ وکړي، د پروسس معیاري وسایل ورته برابر کړي او حاصلاتو ته یې بازار پیدا کړي. د پکتیا د احمداباد ولسوالۍ اوسیدونکي احمدخان کلید ته وویل: ((د زعفرانو کښت زیات شوی، خو ستونزې مو نه دي کمې شوې، موږ خپل حاصلات په معیاري توګه نه شو راټولولی، دلته پروسس نشته، له ډېرو ستونزو سره مخ یو، که حکومت غواړي چې د رغفرانو کښت زیات کړي، نو زموږ ستونزې دې حل کړي.))
د زعفرانو کر څو کاله وړاندې د کوکنارو کښت د بديل په توګه افغان بزګرانو ته وړاندې شو، خو په هغه ډول یې هرکلی ونه شو چې د حکومت تمه وه. داسې ښکاري چې اوس مهال په یو شمېر ولایتونو کې د دغه بوټي کرلو ته د بزګرانو پام اوښتی.
خو د نورو ولایتونو پر خلاف بیا هرات کې د زعفرانو کر، تولید او پروسس ته کار ویل شوی. د دې ولایت زعفران هر کال تر نړیوالو بازارانو رسېږي. د راپورونو له مخې د افغانستان زعفران د رنګ او خوند له اړخه په ټوله نړۍ کې لومړی مقام لري او په تېرو څو کلونو کې یې پرله پسې د لومړي مقام جايزې ګټلې دي.
د کرنې چارو د پوهانو په اند که حکومت د دغه بوټي کر، پروسس او صادراتو ته پوره پاملرنه وکړي او له بزګرانو سره په بېلا بېلو برخو کې مرسته وکړي، د کوکنارو د بدیل کښت په توګه ښه نتیجه ورکولای شي او په وروستیو کې د افغان بزګرانو پام هم وراوښتی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA