ads

نوی فرصت

له هغه وروسته چې روسي چارواکو له افغان طالبانو سره خپلې اړيکې تایید کړې او د افغانستان په تړاو په مسکو کې د پاکستان، چين او روسيې تر منځ غونډه جوړه شوه او په هغه کې افغانستان ته بلنه ورنه کړل شوه، د کابل او مسکو اړيکې تر بل هر وخت ډېرې ترينګلې شوې.

نویسنده: The Killid Group
23 سلواغه 1395
نوی فرصت

له هغه وروسته چې روسي چارواکو له افغان طالبانو سره خپلې اړيکې تایید کړې او د افغانستان په تړاو په مسکو کې د پاکستان، چين او روسيې تر منځ غونډه جوړه شوه او په هغه کې افغانستان ته بلنه ورنه کړل شوه، د کابل او مسکو اړيکې تر بل هر وخت ډېرې ترينګلې شوې.
خو په وروستیو کې یو ځل بیا د افغانستان په تړاو د روسي چارواکو ځینو څرګندونو هیلې پيدا کړې دي او کابل ته داسې فرصتونه رامخې ته شوي چې له هغې ګټه واخلي او د افغانستان د مسایلو په تړاو د مسکو د دريځ بدلولو هڅه وکړي.
تېره اوونۍ د افغانستان د بهرنیو چارو وزير صلاح الدين رباني روسيې ته سفر وکړ، د روسيې د بهرنیو چارو وزیر په مسکو کې له خپل افغان سیال سره په خبري غونډه کې اعلان وکړ چې ټاکل شوې د روانې مياشتې په نيمايي کې په مسکو کې د افغانستان په اړه يو کنفرانس جوړ شي.
د روسيې د بهرنیو چارو وزير سرګي لاوروف وویل چې دا غونډه به د افغانستان، روسيې، چين، پاکستان، ايران او هند د استازو په ګډون جوړه شي: ((موږ په ګډه پوهېږو چې په افغانستان کې د روغې جوړې لپاره هڅو ته اړتيا شته.)) د روسيې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې د افغانستان په اړه په نورو غونډو کې د افغان همکارانو بلنه يې تائيد کړې ده او تمه ده چې د غونډو ټول لوړپوړي برخهوال به پکې ګډون وکړي.
دا چې ټاکل شوې د روانې میاشتې په نیمايي کې د افغانستان په تړاو په مسکو کې غونډه جوړه شي او افغان چارواکي به پکې ګډون کوي کابل ته ښايي، چې له فعالې ديپلوماسۍ کار واخلي او د سيمې هېوادونه په ځانګړي ډول روسيې ته قناعت ورکړي چې د داعش او نورو ډلو پر ضد د مبارزې تر ټولو غوره ادرس افغان حکومت دی او که غواړي د دغه ګواښونو مخه ونيسي نو یوازې دې له افغان ځواکونو ملاتړ وکړي. دا موضوع ځکه ډېره مهمه ده چې وروستیو کې روسي چارواکو په زغرده تایید کړې چې له وسله والو طالبانو سره اړيکې لري او د داعش پر وړاندې مبارزه کې د دغه ډلې او مسکو ګټې سره یو شان دي. له بل لوري په وروستیو کې په یو شمېر جنوبي ولایتونو کې روسي ساخت وسلې هم نیول شوې دي او دا د ښکارندويي کوي چې له وسله والو طالبانو سره د مسکو مرستې ډېرې شوې دي. د افغانستان په اړه يوه بله غونډه هم په جدې مياشت کې په روسیه کې جوړه شوې وه. د دې غونډې توپير له راروانې غونډې سره دا و چې په هغه کې افغانستان نهو بلل شوی او يوازې روسيې، چين او پاکستان ګډون پکې کړی وو. دغه اقدام د افغان حکومت تند عکسالعملونه راوپارول.
له بل لوري بله مهمه موضوع چې په وروستیو کې روسي چارواکو ورته اشاره کړې ده او تېره اوونۍ د روسيې د بهرنیو چارو وزیر له خپل افغان سیال سره په ګډ خبری کنفرانس کې هم یاده کړه، د افغان پوځي تجهيزاتو په ترميم کې د روسيې مرسته ده چې دغه هېواد ورته چمتووالی ښوولی دی.
دغه مرسته ځکه مهمه ده چې تر دې مهاله هم د افغانستان ډېری درنې وسلې او یو شمېر الوتکې روسي ساخت دي. کابل باید په دې برخه کې د مسکو مرستې راجلب کړي او هڅه وکړي له مسکو نوې درنې وسلې هم ترلاسه کړي ځکه تر دې مهاله هم افغان حکومت د درنو وسلو او افغان هوايي ځواک په برخه کې پراخې ستونزې لري او اړتیا ده چې په دې برخه کې د هر هغه چا مرستو ته لبیک ووايي چې دغه اړتیا پوره کولای شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA