ads

لښکرګاه کې د څښاک د پاکو اوبو د يوې ذخيرې جوړولو کار پيل شو

د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کې د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست له لوري ښاريانو ته د څښاک لپاره د پاکو اوبو رسولو ذخيرې جوړولو کار پيل شو.

نویسنده: The Killid Group
22 سلواغه 1395
لښکرګاه کې د څښاک د پاکو اوبو د يوې ذخيرې جوړولو کار پيل شو

د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کې د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست له لوري ښاريانو ته د څښاک لپاره د پاکو اوبو رسولو ذخيرې جوړولو کار پيل شو.
د دې پروژې د کار پرانيسته پرون د هلمند والي حيات الله حيات او يو شمېر نورو مسوولينو له لوري وشوه.
د هلمند ولايت د رسنيو دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، د څښاک لپاره د پاکو اوبو رسولو د يادې پروژې كار د يونيسف په مالي لګښت ترسره کېږي، چې د پنځه څلوېښت زره ليټره اوبو د ذخيرې ظرفيت لري او پنځلس سوه کسان به ورڅخه استفاده کوي.
د سرچينې په وينا، د پروژې لګښت څه کم دوه ميليونه افغانۍ کېږي، چې د تطبيق چارې يې د بُست انکشافي شورا ترسره کوي او د شپږو مياشتو په موده کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د هلمند والي حيات الله حيات د پروژې د کار پرانيستې په مهال د څښاک پاکو اوبو پر اړتيا او ارزښت خبرې وکړې او خوښي يې وښوده، چې د دې پروژې په بشپړېدو به د لښکرګاه ښار ګڼ اوسېدونكي بېړنيو حالاتو کې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسى ولري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA