ads

د کرکټ ملي لوبډله زمبابوې ته ورسېده

د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر ستانکزي له رسېدو سره سم خبريالانو ته وويل، چې هڅه کوي د زمبابوې له ملي لوبډلې سره ښې لوبې ترسره کړي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
21 سلواغه 1395
د کرکټ ملي لوبډله زمبابوې ته ورسېده

د كركټ ملي لوبډله تېره شپه زمبابوې ته ورسېده.

د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر ستانکزي له رسېدو سره سم خبريالانو ته وويل، چې هڅه کوي د زمبابوې له ملي لوبډلې سره ښې لوبې ترسره کړي.
د کرکټ بورډ د رسنيو مسوول سعيد زابلي کليد ته وويل چې ټاکل شوې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د زمبابوې له ملي لوبډلې سره ۵ يو ورځنۍ لوبې ترسره کړي او دغه لوبې د روانې ميلادي مياشتې په ۱۶ مه پيلېږي.
ملي لوبډلې د دغو لوبو لپاره په متحده عربي اماراتو کې دوه مياشتې تمرينات ترسره کړل.
افغانستان تر دې وړاندې هم له زمبابوې سره څلور د لوبو لړۍ ترسره کړې دي او ټولې يې ګټلې دي.
له زمبابوې سره د ملي لوبډلې لوبې ځکه مهمې بلل کېږي چې دغه هېواد د کرکټ نړيوالې شورا بشپړ غړيتوب لري او افغانستان بيا د دغه شورا دويمه درجه غړيتوب لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA