ads

په يو شمېر ولايتونو کې د پام وړ پروژې عملي شوې

د هېواد د يو شمېر ولايتونو چارواكي وايي، په روان ۱۳۹۵ ل كال كې په ډيرى ولايتونو كې د تېر كال په پرتله امنيت ښه شوى و او دوى ډيرې پراختيايي پروژې پلې كړې دي.

نویسنده: The Killid Group
20 سلواغه 1395
په يو شمېر ولايتونو کې د پام وړ پروژې عملي شوې

د هېواد د يو شمېر ولايتونو چارواكي وايي، په روان ۱۳۹۵ ل كال كې په ډيرى ولايتونو كې د تېر كال په پرتله امنيت ښه شوى و او دوى ډيرې پراختيايي پروژې پلې كړې دي.
د چارشنبې په ورځ په كابل كې د هرات، كابل، ننګرهار، ميدان وردګو، خوست، دايكنډي او كاپيسا ولايتونو ويندويانو د نوموړو ولايتونو د امنيت، بيارغونې، ښې حكومتدارۍ او فساد سره د مبارزې په اړه د يوه كال د لاسته راوړنو په اړه په يوه خبري غونډه كې معلومات وركړل.
په ټوله كې د دغه ولايتونو ويندويانو د تېركال په پرتله په روان كال كې د امنيت د ښه كېدو، د پراختيايي پروژو د پلي كېدو، له فساد سره د ښې مبارزې او د ښې حكومتولۍ په چارو كې په لاسته راوړنو ټينګار وكړ.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياڼى وايي، د روان كال په يوولسو مياشتو له پاكستان څخه شپږ زره كورنۍ كډوال راغلي چې يوازې څلور زره يې په دغه ولايت كې ميشت شوي او په وينا يې دوى د روغتيا، پوهنې او كارموندنې په برخو كې د دغه كډوالو ډيرې ستونزې حل كړې دي.
نوموړى په ورته وخت كې د ځمكو له غاصبينو سره د مبارزې ترڅنګ د داعش پرضد په عملياتو كې هم د لاسته راوړنو خبروركوي او وايي چې اوس داعش جنګيالي يوازې د دغه ولايت د څلورو ولسواليو په ځنو غرنيو سيمو كې پټنځايونه لري))د داعش پرضد لا هم عمليات روان دي او دغه دله به د ولس په ملاتړ له منځه وړل كيږي)).
په ورته وخت كې د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وايي، دوى د امنيت د ټينګښت، فساد او جنايي جرمونو سره د مبارزې سربېره توانيدلي چې په نوموړي ولايت كې په تېر يوه نيم كال كې څه باندې دوه سوه ميليونه ډالره پانګونه جذب كړي(( په هرات كې يوولس كارخانې جوړې شوې چې دوه زره ځوانانو ته پكې د كار زمينه برابره شوې ده)).
فرهاد زياتوي چې(( په هرات كې په تېر يوه كال كې ۲۲۰۰ كسان د جنايي جرمونو په تور او ۱۵۰تنه د اداري فساد په تور نيول شوي او عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي)).
په همدې حال كې د خوست د والي وياند مبارزمحمدځدراڼ وايي، د دې سربېره چې خوست يو سرحدي ولايت دى او په وينا يې له ګاونډي هيواد پاكستان سره څه باندې يوسلو اتيا كيلومتره ګډه پوله لري خو بيا هم دوى توانيدلي چې د دغه ولايت امنيت ټينګ كړي او ټولو ولسواليو ته غځېدلې لارې ډاډمنې وساتي((موږ په دې وتوانيدو چې په خوست كې د دوه اعشاريه څلورميليارده افغانيو په ارزښت ۱۳۵ پروژې پيل او يو شمېر يې بشپړې كړو)).
ځدراڼ زياتوي(( موږ همداراز په تېركال كې د ملي پيوستون په پروګرام كې د ۸۶۰ ميليونه افغانيو په ارزښت ۶۱۷ پروژې پلې كړې دي)).
ورته مهال د وردګو د والي وياند عبدالرحمن منګل هم وايي، د تېر كال په پرتله په دې ولايت كې امنيت ښه شوې او په وينا يې د دغه ولايت لومړى او دويم نمبر لويې لارې هم اوس امن دي.
منګل زياتوي چې په نوموړي ولايت كې د امنيت ښه كېدل د دې لامل شوي چې د دغه ولايت عوايد يوولس سلنه زيات شي او زياتوي چې دوى د فساد پرضد هم جدي مبارزه كړې او په خبره يې په تېر كال كې يې لس تنه د فساد په تور نيولي او عدلي او قضايي ارګانونو ته يې معرفي كړي دي((موږ د كليو او بيارغونې رياست له خوا ۵۹۷ پروژې د ۶۱۲ ميليونه افغانيو په ارزښت بشپړې شوې او همداراز د ۱۱۴ ميليونه افغانيو په ارزښت ۲۶ ښوونځي خلكو په خپل لګښت جوړ كړي او په تېر كال كې د ۱۲۰۰ ميليونه افغانيو په ارزښت شل پروژې تر كار لاندې دي)).
د يو شمېر ولايتونو چارواكي په داسې حال كې په خپلو ولايتونو كې د امنيت، بيارغونې، فساد سره د مبارزې او ښې حكومتولۍ په برخو كې د لاسته راوړنو خبر وركوي چې له دې وړاندې د بېلابېلو ولايتونو اوسېدونكو په اړوندو ولايتونو كې په كمزورې حكومتولۍ، د ناامنيو په ډېرېدو، د پراختيايي پروژو د نه عملي كېدو او فساد د كچې په لوړوالي اندېښنې څرګندې كړې وې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA