ads

په ځان باوري سوداګره

افغان ښځې چې د ټولنې نيمايي برخه جوړوي، تل یې د پام وړ کارونه ترسره کړي دي او دا یې ثابته کړې چې دوی هم د نارينهوو په څېر بنسټيز کارونه کولای شي. سامعه هم د همدې ښځو له ډلې ده، نوموړې د کاپیسا ولایت اوسېدونکې ده او په دغه ولایت کې د ترشۍ، مربا او رب جوړولو شرکت لري او تر څنګ یې د وچو مېوو پروسس هم کوي.

نویسنده: The Killid Group
18 سلواغه 1395
په ځان باوري سوداګره

افغان ښځې چې د ټولنې نيمايي برخه جوړوي، تل یې د پام وړ کارونه ترسره کړي دي او دا یې ثابته کړې چې دوی هم د نارينهوو په څېر بنسټيز کارونه کولای شي. سامعه هم د همدې ښځو له ډلې ده، نوموړې د کاپیسا ولایت اوسېدونکې ده او په دغه ولایت کې د ترشۍ، مربا او رب جوړولو شرکت لري او تر څنګ یې د وچو مېوو پروسس هم کوي.
سامعې څلور كاله وړاندې د نجيب نعيمي په نوم فابريکه جوړه کړه. د دې فابريکې د کارونو لپاره یې نورې ښځې هم وروزلې او اوس یې شل ښځې تر لاس لاندې کار کوي. نوموړې وايي، له سوداګرۍ سره یې ډېره مينه وه او په خپلې وړتیا یې باور درلود، له همدې کبله یې د کرنې ریاست له لوري د کورني اقتصاد په تړاو په یوه لنډ مهالي کورس کې برخه واخیسته او له هغه وروسته یې په کار پیل وکړ: ((د كار په پيل كې راسره يوازې يوې ښځې كار كاوه، خو وروسته یې شمېر شلو تنو ته ورسېد، ډېری دا ښځې چې راسره کار کوي خپل خاوندان یې له لاسه ورکړي یا هم معلولې او یا معتادې دي، ما ورته دلته د کار زمينه برابره کړې ده.)) سامعې چې تازه د کرنې وزارت له لوري په یوه جوړ شوي نندارتون کې ګډون کړی و، د نندارتونونو له جوړېدو ډېره خوشاله وه او په خبره یې هغه وخت يې چې اقتصادي کارونه پیل کړي دي؛ ۹۰ په سلو کې اقتصادي ستونزې یې حل شوې دي. نوموړې له سوداګرۍ وزارت غواړي چې د سوداګرو او کاروباري مېرمنو ملاتړ وکړي، څو یې کارونه پرمختګ وکړي: ((زه دم ګړۍ خپل کاروبار په دوو کوټو کې چې په کرايه مې نيولې دي پرمخ وړم خو غواړم راتلونکي کې خپل کاروبار ته دوام ورکړم او ډېرو کسانو ته د کار زمينه برابره کړم.))
نوموړې نورو ښځو ته هم پیغام لري او وايي دوی باید په ځان باور ولري او خپله وړتیا په عمل کې پلې کړي. د نوموړې په خبره، ښځې دې هېڅکله هم د ناتوانۍ احساس نه کوي. د هغې په خبره دا چې ښځه مور ده پراخه حوصله لري او د هر کار د کولو لپاره حوصله مهمه ده: ((ښځو ته په کار دي چې پر ځان باور ولري، اقتصادي کارونه پیل کړي او د کورنۍ د اقتصادي ستونزو په له منځه وړلو کې برخه واخلي.))
د یادولو ده چې وروستۍ یوه نيمه لسيزه کې افغان ښځو د نورو برخو تر څنګ په اقتصادي ډګر کې هم د پام وړ پرمختګ کړی دی او په یوازې ځان یې لوی لوی کاروبارونه رهبري کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA