ads

د پکتیکا د برمل ولسوالۍ امنیت ښه شوی

د پکتیکا ولایت امنيتي چارواکي وايي، د دغه ولایت د برمل ولسوالۍ امنیت تر پخوا څو برابره ښه شوی. دوی وايي، په دې چاره کې د دغه ولسوالۍ خلکو ورسره ډېره همکاري کړې ده.

نویسنده: The Killid Group
18 سلواغه 1395
د پکتیکا د برمل ولسوالۍ امنیت ښه شوی

د پکتیکا ولایت امنيتي چارواکي وايي، د دغه ولایت د برمل ولسوالۍ امنیت تر پخوا څو برابره ښه شوی. دوی وايي، په دې چاره کې د دغه ولسوالۍ خلکو ورسره ډېره همکاري کړې ده.
د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د ملي اردو د دویمې پلې لوا د لومړي کنډک قوماندان محمدایوب میرویس کلید ته وویل، په دې ولسوالۍ کې یې د ولسونو پر مرسته د شفق په نوم عملیات پیل کړي چې لا هم دوام لري. ميرویس زیاتوي، ولسونه ورسره پوره همکار دي او د دوی پر مرسته یې عملیات بریالي پر مخ ځي. د نوموړي په خبره، چې په دې عملیاتو کې یې د دولت وسلوالو مخالفینو ته سخت زیان اړولی او له هغوی څخه یې وسلې او نور مهمات هم نیولي دي.
د برمل ولسوال دولت خان مخلص هم له کلید سره خبرو کې د برمل ولسوالۍ روان امنيتي وضعیت د ډاډ وړ وباله او زیاته یې کړه چې په دې ولسوالۍ کې اوسمهال ټولې ملکي او پوځي ادارې فعالې دي او په عادي ډول خلکو ته خدمات وړاندې کوي.
له بل لوري د یادې ولسوالۍ اوسیدونکي هم له روان امنيتي وضعیت راضي دي، خو وايي، چې دولت دې ورته د پوهنې، روغتیا، رغونې او نورو برخو کې پروژې پلې کړي، څو یې له یوه لوري ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي او له بلې لوري يې حقونه ورته ورسېږي.
د دغه ولسوالۍ یوه اوسېدونګي ګلستان کلید ته وویل، امنیت ډېر ښه دی، خو دولت دې په دغه ولسوالۍ کې پروژې پلې کړي او خلکو ته دې کارونه ومومي.
د پکتیکا برمل ولسوالي د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه له شمالي او جنوبي وزیرستانونو سره ۷۲ کیلو متره اوږده پوله لري او ولسونه یې د ډېرو نورو ستونزو تر څنګ د پوهنې او روغتيا په برخه کې د اسانتیاوو له نشت سر ټکوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA