ads

د پوځي وسایطو د ترمیم اړتیا

که د جګړې په ډګر کې د پرمختللو او زغروالو وسایطو شتون خپل ځانګړی موثریت لري، ساتنه او په وخت ترمیم يې هم یوه اړتیا ده، چې ډېر ځله زموږ چارواکي دې مسایلو ته په ځنډ ځير کېږي.

نویسنده: The Killid Group
18 سلواغه 1395
د پوځي وسایطو د ترمیم اړتیا

که د جګړې په ډګر کې د پرمختللو او زغروالو وسایطو شتون خپل ځانګړی موثریت لري، ساتنه او په وخت ترمیم يې هم یوه اړتیا ده، چې ډېر ځله زموږ چارواکي دې مسایلو ته په ځنډ ځير کېږي.
د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وایي، د زغروالو موټرو او الوتکو شته ترمیم خونې یا ورکشاپونه کافي نه دي او اړتیا ده چې د دغو وسایطو د ترمیم یا بیا جوړونې لپاره نور پرمختللي ورکشاپونه هم جوړ شي.
رښتیا هم په تېرو پنځلس کلونو کې چې نړیوالې ټولنې او د امریکا متحده ایالاتو زموږ له دولت سره د لازمو پوځي تجهیزاتو مرستې کړې دي، تر څنګ یې باید د دغو وسایطو د بیا جوړولو لپاره پرزې او مجهز ورکشاپونه هم جوړ کړي وای. لکه څنګه چې همدا اوس یې د نشت له کبله ستونزې رامنځ ته کیږي او دا تجهیزات، وسلې او زغره وال موټر طبعا چې د کارونې له کبله استهلاک کیږي او بیا جوړولو ته اړتیا پیدا کوي.
په هېواد کې دننه د پرمختللو ورکشاپونو جوړول د پوځ په پیاوړتیا کې مهمه ونډه درلودلای شي. له بده مرغه اوس ډیری د دغو مرسته شوو وسایطو چې ترمیم ته يې اړتیا وي، د پرزو او ورکشاپ د نشت له کبله یا خو هېڅ ترې ګټه نه اخيستل کیږي يا هم کباړ ته اچول کیږي او یا خو په زیات مصرف بیرته هغه هېواد ته چې رالیږلي یې دي استول کیږي. تر اویایمو کلونو مخکې د هیواد په لویو هوایي ډګرونو لکه بګرام، شینډنډ او کابل خواجه رواش کې د الــوتکــو او زغروالو موټرو د ترمیم او چک کولو لویې فابریکې او ورکشاپونه موجود وو، خو له بده مرغه د کورنيو جګړو له کبله دا ټول ورکشاپونه او فابريکې لوټ او په ګاونډیو هیوادونو د کباړ په بیه وپلورل شول. اوس هم دا وېره شته چې کېدای شي ځينې فرصت طلبه کسان له دغه فرصت نه ګټه پورته کړي.
د وسایطو ساتل یوه مهمه موضوع ده چې باید په ټولو اداري او نظامي برخو کې دې موضوع ته پوره پام وشي او دا ډول مهم وسایط د نامسلکي کسانو لاس ته ونه لوېږي، ځکه د غیر مسلکي کسانو لاس ته د نظامي وسایطو لوېدل او له هغو څخه په بې احتیاطۍ کار اخستل هم د دې وسایطو د ویجاړېدو سبب کیږي. که څه هم د ملي دفاع وزارت د ویاند په خبره هېچا ته به د دې اجازه ورنه کړي چې له دغه وسایطو څخه په شخصي کارونو کې کار واخلي او یا هم ورسره بې احتیاطي وکړي، خو د رسنیو له لارې په وار وار د داسې راپورونو د لیدو او اوریدو شاهدان یو چې په نظامي نقلیه وسایطو کې شخصي توکي او وسایل لکه تیږې، لرګي او نور انتقال کیږي.
د دفاع وزارت دا غوښتنه داسې وخت مطرح کیږي چې په واشنګټن کې افغان سفیر د امریکا په یوه ایالت کې د (هاموې) په نوم د زغروالو موټرو له فابریکې لیدنه کړې او دا غوښتنه یې د دغه زغروالو موټر د کارخونې له مسوولینو سره مطرح کړې ده.
افغانستان په جګړه کې ښکېل کړای شوی او جګړه په کې روانه ده، په داسې يو وضعیت کې هېواد د جنګي وسایطو د ترمیم لپاره ورکشاپونو او په دې برخو کې د متخصصو انجنیرانو روزنې ته اړتیا لري، چې باید مرسته کوونکي هيوادونه دا هم د خپلو مرستو برخه وګرځوي. که څه هم دا غوښتنه يو څه ناوخته مطرح شوې، خو لا هم حالاتو ته په کتو، دا د افغان حکومت یو په ځای وړانديز او غوښتنه ده، حکومت کولای شي د خپل ټینګار له مخې د پرمختللو او زغروالو وسایطو د ترمیم لپاره د مرسته کوونکو هیوادونو مرستې راجلب کړي او د دا ډول وسایطو د کباړ کېدو مخه ونيسي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA