د بادغيس ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، ددې ولايت په قادس ولسوالۍ کې درې تنه ډاکټران تښتول شوي دي.
د بادغيس د والي د دفتر آمر شراف الدين مجيدي کليد ته وويل، تښتول شوي ډاکټران د ياد ولايت د عامې روغتيا رياست اړوند دي.
مجيدي وايي، دغو ډاکټرانو تېره ورځ د قادس ولسوالۍ د يوه کلينيک کتلو ته سفر کاوه، چې په “دهن قرچقي” کلي کې وسله والو طالبانو وتښتول.
نوموړي زياته کړه، چې له نيول شويو ډاکترانو څخه يې دوه تنه خوشې شوي او يو يې اوس هم له وسله والو سره دی.
مجيدي ډاډ څرګند کړ چې پاتې يو کس به هم ډير ژر راخوشې شي.
وسله والوطالبانو تر اوسه د دغو تښتول شويو ډاکټرانو په اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې وسله والو طالبانو په بادغيس ولايت کې اته کلينکونه هم تړلي وو.