ads

سينما او هنر د جنګ له سيوري وژغورﺉ

افغان سيــنمــاګــران، اداکــاران، هــنرمندان او سندرغاړي له حکومت غــواړي، چـې د افغانستان هنر او سينما ته پاملرنه وکړي. دوی په دولت تور لګوي چې په تېره یوه نيمه لسيزه کې یې دې برخې ته هېڅ پام ونه کړ. دغه هنرمندان ټینګار لري، چې د ملي يووالي حکومت رهبران دې د جنګ له سیوري د هنر او سينما د ژغورلو پیغام ورکړي او د خلکو هيلې دې له خاورو سره نه خاورې کوي.

نویسنده: The Killid Group
13 سلواغه 1395
سينما او هنر د جنګ له سيوري وژغورﺉ

افغان سيــنمــاګــران، اداکــاران، هــنرمندان او سندرغاړي له حکومت غــواړي، چـې د افغانستان هنر او سينما ته پاملرنه وکړي. دوی په دولت تور لګوي چې په تېره یوه نيمه لسيزه کې یې دې برخې ته هېڅ پام ونه کړ. دغه هنرمندان ټینګار لري، چې د ملي يووالي حکومت رهبران دې د جنګ له سیوري د هنر او سينما د ژغورلو پیغام ورکړي او د خلکو هيلې دې له خاورو سره نه خاورې کوي.
افغان هنرمند انجنير لطيف احمدي وايي، دوی په ځلونو له ملييووالي حکومت غوښتي چې د سينما هنر او د دوی فرهنګي هلېځلې دې د جګړو له سيوري وژغوري. نوموړی زیاتوي چې تر اوسه د هنرمندانو هېڅ ډول شکايت نه دی اورېدل شوی: ((د ملييووالي حکومت دې د فرهنګ ځپنې او له فرهنګ سره د نه مرستې سببونه وښيي، نن ورځ زموږ هنر او فرهنګ د قوميت، سياسي شعارونو او د بهرنيانو د بې ځايه لاسوهنو له کبله په تياره کې ساتل شوی دی.))
اخوا سندرغاړی ګودر ځاځی وايي، د هنر او فرهنګ د ژوندي ساتلو له پاره یې له خپلو شخصي امکاناتو ګټه اخستې او ټینګار کوي چې یو شمېر کړۍ په قصدي ډول غواړي، د دې له پاره چې هېواد په تیارو کې وساتي، دغه پدیده د روانې جګړې تر سیوري لاندې راولي: ((هنر او فرهنګ ته د دولت نه پام د دې سبب شوی چې يو شمېر فرهنګیان له ستونزو سره مخ شي او ډېری خلک هنر او فرهنګ ته په ټیټه سترګه وګوري او ارزښت ورنه کړي.))
په وروستیو کلونو کې د سینما هنر او هنرمندانو ته د پام نه کول هغه څه دي چې د یو شمېر فرهنګيانو په خبره دوی یې له یو لړ ستونزو سره مخ کړي دي. سندرغاړی اجمل خوشنود وايي، دولت په اوس وختونو کې هنر او سينما ته هېڅ پاملرنه نه لري او د ودې له پاره يې تر اوسه هېڅ هم نه دي کړي: ((د هنر، سينما او فرهنګ په برخه کې چې تر اوسه څه شوي دي، يوازې خلکو کړي دي، دولت په دې برخه کې تر اوسه څه نه دي کړي، دوی د هنرمندانو ژوند ته هېڅ پاملرنه نه کوي.))
د هزارګي سندرو مخکښ سندرغاړی صفدر توکلي چې ۵۰کاله يې سندرې ويلې دي وايي چې هنرمند تر ټولو وختونو اوس بې قدره دی، هغه د بېلګې په توګه د ډاکټر نجيبالله واکمني يادوي چې هغه وخت دې برخې ته ډېره پاملرنه کېده: ((د ډاکټر نجيبالله په وخت کې هنرمند ارزښت درلود، هنرمند به معاش لاره، د لېپسېنګ (د سندرو تکرارول)، شعر او ثبت هرې برخې ته به له معاش پرته بېلې پيسې ورکول کېدې، کوپون مو درلود، ان موږ به د ږيرې پل هم له بازاره نه راووړ، خو له بده مرغه چې اوس هنرمند د هېواد تر ټولو پاړکيو بېوزله ډله ده او څوک يې په کيسه کې هم نه دي.)) هغه زياتوي چې هنرمندان د شاقه او سختو کارونو له پاره جوړ نه دي؛ نو همدا هنر يې کار او روزګار دی، که دولت مرسته ورسره ونه کړي، له يوې مخې ټول له ستونزو سره لاس او ګرېوان کېږي.
له بلې خوا د افغانستان د فرهنګ بنسټ مسول او بنسټ اېښودونکی فقیر میوند په دې برخه کې د رسنیو رول مهم بولي. نوموړی زیاتوي، د هېواد رسنۍ کولای شي په دې برخه کې جوړوونکی رول ولوبوي: ((موږ هيله لرو چې حکومت هنر او سينما ته ډېره پاملرنه وکړي، ځکه چې هنر او سينما د جګړو په کمولو کې ډېره اغېزه لري. هېواد يوازې په جګړو او وسلو نه ګټل کېږي.))
همداراز د فرهنګ او مدني ټولنې مسوول حکيمیار هم له دولتي چارواکو ګيله کوي چې د هنر او هنرمند په کيسه کې نه دي او درناوی نه ورته لري. هغه جمهور رييس اشرفغني او اجرايه رييس عبدالله عبدالله تورن کړل چې د دوی غونډو ته نه ورځي او ان په خپل وخت پيغام هم نه ورلېږي.
حکيميار زياته کړه چې د هنرمندانو ژوند له ډېرو ستونزو او کړاوونو ډک دی: ((هنرمندان د ژوند له لومړنيو اسانتياوو هم بې برخې دي. په ولایاتو کې د هنر وضعيت له لا ډېرو ستونزو سره مخ دی، هلته د اطلاعات او فرهنګ رياستونه د هنر له پاره هېڅ ډول اسانتیاوې نه لري.)) په همدې اړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست کمالسادات وايي، دوی د دغه پدېدې د ژوندي ساتلو او د سینما هنر د ودې، فرهنګ او ادبي پروګرامونو د پراختیا په هدف یوه طرحه برابره کړې چې راتلونکی کال به عملي شي: ((د ۱۳۹۶لمريز کال له پاره مو د سينما او هنر د پرمختګ يوه طرحه جوړه کړې چې په هغې کې د بهرنیو فلم جوړوونکو راوستل او د سینما له پاره په نوې ټکنالوژۍ سره د پروګرامونو جوړول دي، که زموږ هنرمندان او د سینما کارکوونکي ډېر بوخت وي، زه حاضر يم دوی ته ورشم او حقوق يې پر ځای کړم.))

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA