په هرات ولايت کې د ټرافيكي پېښې له كبله ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد کليد ته وويل، چې دا پېښه نن سهار د شينډنډ ولسوالۍ په عزيز اباد سيمه کې رامنځته شوې ده.
فرهاد زياته کړه، يو فلاينکوچ ډوله مسافر وړونکي موټر، چې له شينډنډه هرات ښار ته پر لاره و، د تېلو له ټانکر سره ټکر کړی دی.
د هغه په خبره، په دې پېښه کې څلور تنه وژل شوي او ۱۴ تنه نور ټپيان دي.
د والي وياند د ټپيانو د روغتيايي حالت په اړه څه ونه ويل.
بل پلو د هرات د حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شېرزي کليد ته وويل، د پېښې له ځايه ورته ۷ مړي او ۵ ټپيان وروړل شوي، چې ښايي د تلفاتو شمېر زيات شي.
له ټرافيكي قوانينو ناخبري او تېز تګ د داسې پېښو عمده علتونه بلل كېږي.