ads

بدخشان كې برفكوچونو ۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

په بدخشان ولايت كې د برفكچونو له كبله اتو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او د استوګنې نږدې ۱۰ كورونه يې ويجاړ كړي دي.

نویسنده: The Killid Group
12 سلواغه 1395
بدخشان كې برفكوچونو ۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

په بدخشان ولايت كې د برفكچونو له كبله اتو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او د استوګنې نږدې ۱۰ كورونه يې ويجاړ كړي دي.
د بدخشان له طبيعي پېښو سره د مبارزې ادارې مشر سيد همايون دهقان كليد ته وويل، چې دغه برفكوچونه پرون د دې ولايت د راغستان ولسوالۍ په دوو كليو كې راغلي دي.
نوموړي زياته كړه، د يادې ولسوالۍ په سُپاه كلي كې برفكوچ يو تن وژلى او اووه تنه نور يې ټپيان كړي او په كَجلر كلي بيا د برفكوچ له كبله د استوګنې اته كورونه ويجاړ شوي دي.
دهقان ټينګار وكړ، چې دوى اوس مهال كافي خوراكي او غير خوراكي توكي لري او د اړتيا په مهال كولاى شي زيانمنو شويو خلكو ته يې ووېشي.
دا په داسې حال كې ده، چې هر كال بېلابېلې طبيعي پېښې د بدخشان ولايت يو شمېر اوسېدونكو ته مرګ ژوبله اړوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA