نامعلومو وسله والو د هرات ولايت په ادرسکن ولسوالۍ كې پر يو کور بريد كړى او درې مېرمنې يې وژلې دي.
د ادرسکن ولسوال لعل محمد عمرزي کليد ته وويل، چې دا پېښه تېر ماښام په کال سرخ سيمه کې رامنځته شوې ده.
د عمرزي په خبره، د پېښې په تړاو ۲۰ تنه نيول شوي او اوس مهال ترې پوښتنې او ګروېږنې روانې دي.
د ادرسکن ولسوال زياته كړه، چې د دې قتل انګېزه ښايي کورنی تاوتريخوالی وي.
د يو بل خبر له مخې، د هرات ولايت د پښتون زرغون ولسوالۍ په کشک سېروان سيمه كې تېره شپه يو سيمه ييز پوليس وژل شوی دی.
ځايي چارواکي وايي، دغه سيمه ييز پوليس عبدالقادر نومېده، چې د موټر سايکل سپرو وسله والو په بريد کې ووژل شو.
د دې پېښې مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی.