ads

نجيب احمدزی: ټاکنيز نظام کې اصلاحاتو او د ټاکنو ترسره کولو ته ژمن يو

د ټاكنو خپلواك كمسيون وايي، په رڼه او صادقانه توګه په ټاكنيز نظام كې اصلاحاتو او د ټاكنو ترسره كولو ته ژمن دي او په وينا يې په دې اړه به د هېچا فشار ته سرټيټ نه كړي.

نویسنده: The Killid Group
11 سلواغه 1395
نجيب احمدزی: ټاکنيز نظام کې اصلاحاتو او د ټاکنو ترسره کولو ته ژمن يو

د ټاكنو خپلواك كمسيون وايي، په رڼه او صادقانه توګه په ټاكنيز نظام كې اصلاحاتو او د ټاكنو ترسره كولو ته ژمن دي او په وينا يې په دې اړه به د هېچا فشار ته سرټيټ نه كړي.
د دغه كميسيون مشر نجيب الله احمدزي يادې څرګندونې د دوشنبې په ورځ د ټاكنيزو حوزو او رايې وركولو د كارتونو په اړه د مدني ټولنو له بنسټونو سره په مشورتي غونډه كې وكړې.
احمدزي زياته كړه، چې دوى به له ټاكنو وړاندې په ټول هېواد كې شته شاوخوا ۷ زره د رايې وركولو مركزونه ارزوي او هغه به له شخصي كورونو څخه عامه ځايونو ته لېږدوي او همدارنګه د رايې وركوونكو لېست به هم چمتو كړي، ترڅو هغه څه د پاسه ۲۱ ميليونه د رايې وركولو كارتونه، چې وېشل شوي دي، د اضافي كارتونو له كارولو مخنيوى وكړي.(( د ټاکنو خپلواک کميسيون به په پوره خپلواکۍ، بې طرفۍ، شفافيت او مسلکي ډول خپل کار سرته رسوي.))
په ورته وخت كې د ټاكنو د خپلواك كميسيون وياند عبدالبدېع صياد وايي، كه ملت مشوره وركړي، چې پخواني كارتونه دې باطل او نوي دې چاپ شي، نو دوى به د حكومت او نړيوالو مرستندويانو په همكارۍ ورته چمتوالى ونيسي.
نوموړى په ورته وخت كې زياتوي،(( راتلونكى كال بايد د ولسي جرګې او ولسواليو د شوراګانو ټاكنې ترسره شي.))
صياد زياتوي، چې سياسي ګوندونو د ټاكنيزو حوزو په اړه د ولايتونو له پولو د ګټې اخيستنې طرحې ته رايې وركړې دي.
نوموړى په دې اړه، چې د ټاكنو د خپلواك كميسيون د دارالانشا لپاره نوماندان د حكومت د مشرانو له خوا رد شوی، بې خبري ښيي او وايي چې په دې اړه په رسمي توګه دوى ته څه نه دي ويل شوي.
په ورته وخت كې د ټاكنو يو شمېر څارونكي بنسټونه وايي، حكومت د ټاكنو په اړه بې پروا دى او زياتوي، چې په ټاكنيزو چارو كې لاسوهنې هم كوي.
د افغانستان د رڼو ټاكنو د بنسټ تيفا مشر محمد نعيم ايوبزاده وايي، د اوس لپاره بايد د رايې وركوونكو لېست چمتو او د ټاكنيزو حوزو په طرحو كې د ولايتونو له پولو ګټه واخيستل شي.
خو د ټاكنو د خپلواك كميسيون پخوانى مشر فضل احمدمعنوي وايي، د ټاكنو كميسيون په دې بحثونو يوازې خپل وخت تېروي او زياتوي، چې دا ټول تكراري او سياسي بحثونه دي.
نوموړي زياته کړه، (( د ټاكنو كميسيون بايد په سياسي بحثونو كې ځان ښكېل نه كړي، له دې بحثونو معلومېږي، چې حكومت تر څو كلونو پورې د ټاكنو لپاره اراده نه لري.))
د قانون پربنسټ بايد په تېر ۱۳۹۴ ل كال كې د ولسي جرګې ټاكنې شوې واى، خو د جمهوري رياست د ټاكنو له لانجمنېدو وروسته په ټاكنيز نظام كې اصلاحاتو يادې ټاكنې تر نن پورې وځنډولې، خو دا چې حكومت به څه وخت وتوانېږي د ولسي جرګې او ولسواليو د شوراګانو ټاكنې ترسره كړي دا هغه پوښتنه ده، چې اوسمهال ورته ځواب ويل ستونزمن دي، خو وخت به يې روښانه كړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA