ads

ورک برخلیک

۲۰۱۴ ميلادي کال و، چې د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنې تر بل هر وخت ډېرې جنجالي شوې او په سیاسي، امنیتي او اقتصادي وضعیت یې ناوړه اغېز وکړ، راتلونکي ته هیلې په ناهیلۍ بدلې شوې او په لوی شمېر ځوانانو اروپايي هېوادونو ته مخه کړه.

نویسنده: The Killid Group
9 سلواغه 1395
ورک برخلیک

۲۰۱۴ ميلادي کال و، چې د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنې تر بل هر وخت ډېرې جنجالي شوې او په سیاسي، امنیتي او اقتصادي وضعیت یې ناوړه اغېز وکړ، راتلونکي ته هیلې په ناهیلۍ بدلې شوې او په لوی شمېر ځوانانو اروپايي هېوادونو ته مخه کړه.
هغوی چې یوازې و، خو تر یوې کچې یې د ځان ساتنه کولای شوای، خو هغوی چې بیا کورنۍ هم ورسره روانې کړې وې، له سختو ستونزو سره مخ شول او حتا ځینو یې د بحر په اوبو کې د خپلو زړونو ټوټې؛ اولادونه د کبانو خوراک ته پرېښودل او ځانونه یې د اروپايي هېوادونو تر پولو ورسول.
دا هماغه وخت و چې سوریه کې هم جګړې زور اخیستی و او عراق هم د اوس په شان ناوړه امنيتي وضعیت درلود. له همدې کبله شاوخوا ۸سوه زره افغان، سوري او عراقي کډوال د اروپايي هېوادونو په سرحدونو کې راغونډ شول، دغه وضعیت د اروپايي هېوادونو له سخت غبرګون سره مخ شو او پر دوی یې پولې وتړلې چې تر دې مهاله هم دغه کډوال له یو خورا بد او سخت برخلیک سره مخ دي. په دغو سيمو کې د کډوالو کمپونو کې په سختۍ شپې ورځې سبا کېږي، کومه هیله هم نشته او اروپايي هېوادونه ټینګار لري چې دوی یې منلو ته چمتو نه دي. لوږه، تنده او ساړه هغه څه دي چې دغه کډوال هره ورځ ترې کړېږي.
کډوالي په نړیواله کچه یو منل شوی انساني او حقوقي اصل دی. همدا اوس د نړۍ ۲۳۰ ملیونه وګړي له خپل ټاټوبي نه بهر اوسيږي. دا اصل په اوس وخت کې د هیوادونو ترمنځ په خپل منځي حقونو کې ځانګړی ځای لري او د نړۍ د وګړو د حقونو د یوه نه انکارېدونکي اصل په توګه ثبت شوی، دغه اصل د بشر د حقوقو د نړیوالې اعلاميې په (۱۳ او ۱۴) برخو کې څرګند او بیان شوی دی او له دغه اعلاميي څخه رامنځ ته شوو اسنادو د هغې موارد مشخص کړي دي چې تر ټولو مهم يې د کډوالو په اړوند د ژنیو کنوانسیون (۱۹۵۱) او د هغې الحاقیه (۱۹۶۷) دي چې د نړۍ ډېرو هیوادونو منلي او بې له شرطه د هغې پلي کولو ته ژمن دي. په دغه کنوانسیون کې پناه غوښتونکي، کډوال او بې ځایه شوي تعریف شوي او د هغوی په وړاندې د دولتونو مکلفیت ځانګړی شوی.
جالبه داده چې زموږ هېوادوال د هغه دولتونو له خوا په زور ایستل کېږي چې د بشري حقونو نړیوالې اعلاميي او د ژنیو کنوانسیون ته ځانونه ژمن بولي، خو د دوی دا کار په ډاګه د یادې شوې اعلاميي له پنځمې مادې سره په ټکر کې دی. د دغو هېوادونو پوليس په زور افغانان نيسي، بندي کوي، ولچک وراچوي او له خپلو هېوادونو یې باسي، ان ماشومان او سخت ناروغان هم باسي، کورنۍ سره وېشي، اولادونه له خپلو ميندو او پلرونو بېلوي او د وکیل د نیولو له حقه يې بې برخې کوي چې د اروپا د قوانینو خلاف کار دی او (د کنوانسیون له اصولو سره چې شکنجه، ځورونه او انساني ضد عملونه منع کوي، سمون نه لري).
د کډوالۍنړیوالسازمان(IOM) د معلوماتو له مخې تر اوسه پورې څو زره افغانان ایستل شوي دي او په دې وروستیو وختونو کې په المان، سویډن او یو شمېر نوروهیوادونو کې د شپې له پلوه په زوره د کډوالو ایستل زیات شوي دي. تر ټولو بده یې لا دا چې اروپايي هېوادونو د بروکسل کنفرانس کې له افغانستان سره خپلې مرستې پر دې مشروطې کړې چې افغان حکومت باید له دغو هېوادونو ایستل شوي افغان کډوال ومني او د دوی له ایستلو سره موافقه وکړي، له بده مرغه دغه څه د افغان حکومت او کډوالو چارو وزارت له لوري هم ومنل شول او په یو ډول یې د افغان کډوالو ایستلو ته هم مشروعیت ورکړ او اروپايي هېوادونه یې په خپل دريځ کې لا زړور کړل.
که څه هم په دغو هوکړو کې اروپايي هېوادونو ژمنه کړې وه چې دوی له ایستل شوو افغان کډوالو سره مرسته کوي، خو تر دې مهاله دغه ډول هېڅ هم نه دي شوي. په داسې حال کې چې افغانستان کې لا هم جګړه روانه ده او د بېکارۍ او بېوزلۍ کچه پکې د بحران تر کچې لویه ده؛ ایستل شوي او یا هم په راتلونکي کې ایستل کېدونکي افغان کډوال له سخت او نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA