ads

هرات كې د ملي پوليسو او طالبانو ترمنځ نښته شوې

په هرات ولايت کې د ملي پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خبري سرچينې وايي، دغه نښته تېره شپه د هرات د پښتون زرغون ولسوالۍ په دشت نيزان سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې طالبانو غوښتل د پوليسو پر يو رېنجر موټر بريد وکړي.

نویسنده: The Killid Group
9 سلواغه 1395
هرات كې د ملي پوليسو او طالبانو ترمنځ نښته شوې

په هرات ولايت کې د ملي پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خبري سرچينې وايي، دغه نښته تېره شپه د هرات د پښتون زرغون ولسوالۍ په دشت نيزان سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې طالبانو غوښتل د پوليسو پر يو رېنجر موټر بريد وکړي.
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالروف احمدي كليد ته وويل، په دې نښته کې درې وسله وال طالبان وژل شوي، چې د دوه تنو جسدونه د جګړې په سيمه کې پاتې دي.
احمدي زياته کړه، په جګړه كې افغان ځواکونو ته هېڅ زيان نه دی اوښتی.
خو يوې بلې امنيتي سرچينې، چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي كليد ته وويل، په دې نښته کې يو پوليس هم ټپي شوی، خو روغتيايي حالت يې ښه دى.
ويل کېږي، چې له جګړې وروسته امنيتي ځواكونو په ياده سيمه كې تصفيوي عمليات پيل كړي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA