ads

هرات كې د ګاز نيونې له كبله ۳ تنه وژل شوي

په هرات ولايت كې تېره شپه د ګاز نيونې له كبله درې تنه وژل شوي دي.
پوليس وايي، دا كسان د بادغيس ولايت اوسېدونكي وو او د هرات ښار په يو هوټل كې يې د ګاز نيونې په ترڅ كې خپل ژوند له لاسه وركړى.

نویسنده: The Killid Group
6 سلواغه 1395
هرات كې د ګاز نيونې له كبله ۳ تنه وژل شوي

په هرات ولايت كې تېره شپه د ګاز نيونې له كبله درې تنه وژل شوي دي.
پوليس وايي، دا كسان د بادغيس ولايت اوسېدونكي وو او د هرات ښار په يو هوټل كې يې د ګاز نيونې په ترڅ كې خپل ژوند له لاسه وركړى.
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالروف احمدي كليد ته وويل، چې د دې پېښې د اصلي علت معلومولو لپاره د دوى څېړنې روانې دي.
په همدې حال كې د هرات د حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شېرزى وايي، د پېښې قربانيانو د ۲۰ او ۳۰ كلونو ترمنځ عمرونه لرل، چې مړي يې د هرات ښار له انصاف هوټل څخه دغه روغتون انتقال شوي دي.
د شېرزي په خبره، سږ كال د هرات حوزوي روغتون كې د ګاز نيونې ۲۰۰ پېښې ثبت شوي، چې په پنځو كې يې يو شمېر كسان وژل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA