ads

پکتیا کې له ناامنیو پرته ښوونځي تړلي دي

د هېواد په ډېری سيمو کې ښوونځي د ناامنۍ له کبله تړل شوي، خو پکتیا کې بیا ډېری ښوونځي د ناامنیو له کبله نه؛ بلکې د ښوونکو د نشت له کبله تړلي دي.

نویسنده: The Killid Group
5 سلواغه 1395
پکتیا کې له ناامنیو پرته ښوونځي تړلي دي

د هېواد په ډېری سيمو کې ښوونځي د ناامنۍ له کبله تړل شوي، خو پکتیا کې بیا ډېری ښوونځي د ناامنیو له کبله نه؛ بلکې د ښوونکو د نشت له کبله تړلي دي.
د دغه ولایت د پوهنې ریاست سرپرست رییس لقمان حکیم حکيمي وایي، تړل شوو ښوونځیو د پوهنې وزارت د لایحې شرایط نه دي پوره کړي، له همدې کبله تړل شوي او دغه ښوونځي په زرمت، ځاځي اریوب او ځدران میشتو سيمو کې موقعیت لري: (( تقریباً ۴۵ ښوونځي تړلي دي، دغه ښوونځي په لرې پرتو سیمو کې دي، په زرمت، ځاځي اریوب او ځدراڼ میشتو ولسوالیو کې، ښوونځي د استادانو د کمښت او د وزارت د لایحې د نه پوره کیدو له کبله تړلي پاتې دي.)) حکيمي زیاتوي، هڅه کوي په راتلونکي کال کې دغه ستونزې د قومي مشرانو په هڅو اوارې کړي. د نوموړي په خبره، سږ کال یې په لرې پرتو سیمو کې ۷ښوونځي د سیمې د اوسېدونکو په همکارۍ بیرته فعال کړي دي: ((د ولسونو په همکارۍ مو اووه ښوونځي پرانستي دي، دا هغه ښوونځي دي چې د پکتیا په لرې پرتو سیمو کې دي.))
له بل لوري د وزې ځدران ولسوالۍ د پوهنې مدیر قادرخان د تشکیل د کمښت ترڅنګ، ناامني او د ښوونځیو ناوړه جغــرافیــایــي موقعیت، د ښوونځیو د تړل کېدو علتونه بولي: ((هلته ناامني هم ده، تشکیل هم نه پوره کېږي، سږ کال په وزې ځدرانو ولسوالۍ کې دوه ښوونځي غیر فعال وو، د ښوونځیو د تړل کېدو یو علت هم خراب جغرافیایي موقیعت دی.))
په همدې حال کې د سیمې اوسېدونکي وايي، چې له امنیتي پلوه د دوی په سيمو کې هېڅ ډول ستونزه وجود نه لري، خو د پوهنې ریاست د نه پاملرنې له کبله یې ډېری ښوونځي تړلي دي.
د وزې ځدران ولسوالۍ اوسیدونکی لاهور خان قادري کلید ته وویل: ((د پکتیا په لرې پرتو سیمو کې، د پوهنې وضعیت د اندېښنې وړ دی، هلته ټول کارونه نمایشي روان دي.))
لاهورخان قادري د دغه سيمو د ځوانانو د راتلونکي په تړاو اندېښنه لري او دغه راز د چارواکو پر ژمنو هم بېباوره دی. نوموړی زیاتوي ژمنې تل شوې دي، خو عملي شوې نه دي: ((په وزې ځدرانو ولسوالۍ کې سيمهييزه حکومتولي هم کمزورې ده، د پوهنې پخوانیو چارواکو په دې برخه کې غفلت کړی. دلته د ځوانانو راتلونکی د تباهۍ لور ته روان دی.))
په پکتیا کې د تړلو ښوونځیو سربېره بیا هم، سږ کال له دې ولایت څخه شاوخوا ۴۰۰۰ زدهکوونکي له دوولسمو ټولګیو فارغ شوي چې ۲۵۰ یې نجونې دي. په لرې پرتو سيمو کې د ښوونځیو تړلي پاتې کېدل، نوې ستونزه نه ده بلکې له تېرو لسو کلونو راهیسې د افغانستان د پوهنې د بهیر تر ټولو ستره ننګونه یادېږي. په دې اړه د پوهنې وزارت له لوري وړاندې شوې شمېرې ورځ پر ورځ زیاتېږي. د شمېرو له مخې تېر کال په ټول هېواد کې شاوخوا ۷۰۰ ښوونځي تړلي وو، خو سږ کال دغه شمېره له ۱۰۰۰ پورته شوې ده، مګر تر دې مهاله دغه ستونزې ته په اساسي ډول حللاره نه ده موندل شوې.
د کارپوهانو په باور، د پوهنې وزارت باید په تېرو کلونو کې دې ستونزې ته د حل یوه لار موندلې وای، له قومي مشرانو او د دولت له مخالفینو سره یې خبری کړې وای او له امنیتي ځواکونو سره یې له نېږدې کار کړی وای.
خو تر ټولو ځوروونکې داده، چې د پکتیا په څېر ولایتونو کې له ناامنیو پرته ښوونځي تړلي دي. د دې پر اساس د پوهنې وزارت چارواکو ته ښايي چې دغه سيمو کې د ښوونکو د کمښت ستونزه حل کړي او هغه ځوانان چې له پوهنتونونو فارغ دي خو کار نه لري، دغه سيمو ته ولېږي. له یوه لوري به د هغوی له پاره کار موندل شوی وي او له بل لوري به د ښوونکو د کمښت ستونزه حل شوې وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA