ads

غور کې يوې مور خپله کوچنۍ لور وژلې

د غور په شهرک ولسوالۍ کې يوې مور د کورني تاوتريخوالي له کبله خپله کوچنۍ لور وژلې ده.

نویسنده: The Killid Group
5 سلواغه 1395
غور کې يوې مور خپله کوچنۍ لور وژلې

د غور په شهرک ولسوالۍ کې يوې مور د کورني تاوتريخوالي له کبله خپله کوچنۍ لور وژلې ده.
د شهرک ولسوال ځينو رسنيو ته ويلي، چې دغه پېښه د دې ولسوالۍ په خره سنګ کلي کې رامنځته شوې ده.
د هغه په وينا، د نجلۍ مور له خپلې خواښې سره له شخړې وروسته خپله ۷ کلنه لور وژلې ده.
په ورته وخت کې د غور ولايت د والي وياند عبدالحی خطيبي کليد ته وويل، چې د وژل شوې نجلې د عمر په اړه کره معلومات نه لري، خو وايي چې دا پېښه د کورني تاوتريخوالي له کبله رامنځته شوې ده.
د والي وياند زياته کړه، چې د پېښې سيمه د وسله والو مخالفينو تر ولکې لاندې ده، نو د قضيې د څېړنو لپاره وخت ته اړتيا ده، تر څو امنيتي ځواکونه د پېښې عاملين ونيسي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA