ads

رسنيو کې د ښځو کمه ونډه

د هېواد د شمال زون د خبریالانو ټولنه وایي، چې په رسنیو کې د ښځو حضور ۶۰ په سلو کې کم شوی دی.
د دې ټولنې د اجرایه مرستیال په وینا چې بلخ، فاریاب، جوزجان او سمنګان ولایتونو کې د نا امنیو له کبله په رسنیو کې د ښځو حضور دې کچې ته راټیټ شوی دی.

نویسنده: The Killid Group
4 سلواغه 1395
رسنيو کې د ښځو کمه ونډه

د هېواد د شمال زون د خبریالانو ټولنه وایي، چې په رسنیو کې د ښځو حضور ۶۰ په سلو کې کم شوی دی.
د دې ټولنې د اجرایه مرستیال په وینا چې بلخ، فاریاب، جوزجان او سمنګان ولایتونو کې د نا امنیو له کبله په رسنیو کې د ښځو حضور دې کچې ته راټیټ شوی دی.
د طالبانو له حکومت وروسته په تېره یوه نيمه لسيزه کې د رسنیو ډېرېدل او د بیان ازادي تر ټولو ستره لاسته راوړنه بلل کېږي. پنځلس کاله وړاندې، چې ښځو ته په ټولنه کې د زده کړو او کار زمينه برابره شوه، دوی هم په بېلا بېلو برخو کې په زده کړو او کار بوختې شوې او له دې ډلې یو شمېر نجونو او ښځو په رسنیو کې هم کار پیل کړ. دوی په چاپي، غږيزو او تصويري رسنیو کې دندې ترلاسه کړې او ښه پرمختګ یې وکړ.
تر ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو دغه بهیر خورا ښه روان وو، ګڼ شمېر ښځو د خبریالانو په توګه فعالیت درلود او د رسنیو د کارکوونکو مهمه برخه یې جوړوله، دغه پرمختګ یوازې مرکز کابل کې نه، بلکې لرې پرتو ولایتونو کې هم محسوس و او نجونو او ښځو له بېلا بېلو رسنیو سره کار کاوه. له یوه لوري یې خپلې مسلکي تجربې لاسته راوړلې، له بل لوري یې له خپلې کورنۍ سره هم له اقتصادي اړخه مرسته کوله، خو په وروستیو څو کلونو کې دغه وضعیت بدلون وکړ، امنیتي حالات ورځ په ورځ کړکېچن شول، د رسنیو کارکوونکې وګواښل شوې او دوی ته وویل شول که خپل کار ته دوام ورکړي له سخت برخلیک سره به مخ شي؛ حتا په ځینو مواردو کې په دوی بريدونه وشول او ووژل شوې.
له همدې کبله اوس مهال د خبریالانو ملاتړې ټولنې وايي، چې یو شمېر ولایتونو کې په رسنیو کې د ښځو ونډه کمه شوې اوس مهال تر ډېره نجونې او ښځې زړه نه ښه کوي، چې رسنیو کې کار وکړي. له همدې کبله یو شمېر هغو نجونو او ښځو چې باید د کورنۍ اقتصادي اړتیاوې پوره کړي، اړې شوې چې خپل مسلک ته بدلون ورکړي او په نورو برخو کې ځانونو ته کار ومومي.
تیره اونۍ د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د خبریالانو د وضعیت په هکله د ۲۰۱۶ کال د لومړیو شپږ میاشتو راپور خپور کړ؛ په دې راپور کې راغلي، چې ۲۰۱۶ کال د خبریالانو لپاره خونړی کال و، چې په دغه کال کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۱۰۱ پېښې ثبت شوې دي، چې په دغو پېښو کې د وژنو، ګواښونو او سپکاویو قضیې شاملې دي.
له دې سره په څرګند ډول ویلای شو، چې په وروستیو څو کلونو کې د رسنیو او خبریالانو په وړاندې د تاوتريخوالي ډېرېدو په دې برخه کې د تېرو ۱۵ کلونو لاسته راوړنې هم له ګواښ سره مخ کړې دي او وېره ده، که حکومتي چارواکي د امنیت د ټینګښت په برخه کې جدي ګامونه وانه خلي افغانستان به یو ځل بیا د بیان له ازادۍ بې برخې او شته لاسته راوړنې به له لاسه ورکړي.
په رسنیو کې د ښځو د ونډې کمښت یوازې په شمالي ولایتونو کې مطرح نه دی، بلکې د امنیت د خرابېدو ستونزه تر دې ولایتونو هم په نورو جنوبي، ختيځو، لوديځو او جنوب-ختيحو ولایتونو کې ډېره ده.
اوس چې شمالي ولایتونو کې په رسنیو کې د ښځو ونډه دومره کمېږي، نو په نورو یادو ولایتونو کې خو حتما د ښځو ونډه تر دې ډېره کمه شوې ده.
په دې اساس باید افغان امنيتي ادارې د رسنیو او خبریالانو امنیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي او په خپلو هغو ژمنو هم عمل وکړي، چې د رسنیو او خبریالانو د امنیت د خونديتوب لپاره به ځانګړی امنيتي ځواک جوړوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA