ads

پکتيکا کې د زراعتي فارم د جوړېدو ترڅنګ کروندګرو ته باغونه هم ورکول کېږي

د پکتيکا ولايت د کرهڼې رياست مسوولين وايي، چې راتلونکي کال به په پکتيکا کې پر کروندګرو سلګونه معياري باغونه ووېشي او هم به په دې ولايت کې په ۸۰ جرېبه ځمکه يو لوی زراعتي فارم جوړ کړي.

نویسنده: The Killid Group
3 سلواغه 1395
پکتيکا کې د زراعتي فارم د جوړېدو ترڅنګ کروندګرو ته باغونه هم ورکول کېږي

د پکتيکا ولايت د کرهڼې رياست مسوولين وايي، چې راتلونکي کال به په پکتيکا کې پر کروندګرو سلګونه معياري باغونه ووېشي او هم به په دې ولايت کې په ۸۰ جرېبه ځمکه يو لوی زراعتي فارم جوړ کړي.
د پکتيکا ولايت د کرهڼې رييس نورالله سباون په دې اړه کليد ته وويل، چې پکتيکا پراخې کرنيزي ځمکې لري او خلک يې پر کرکېله بوخت دي، نو له همدې کبله د کرهڼې رياست راتلونکی کال غواړي، چې په دې ولايت کې يو لوی زراعتي فارم جوړ کړي او کروند ګرو ته به په ۷ ولسواليو کې معياري باغونه هم ووېشي.
سباوون وايي، چې دغه فارم دکرهڼې وزارت په پرمختيايي بوديجه په دې ولايت کې پر ۸۰ جرېبه ځمکه په معياري بڼه جوړېږي، چې شاخوا ۲ سوه زره امريکايي ډالر لګښت به ور باندې راشي.
د محمد عالم په نوم يو تن بزګر هم په دې اړه کليدته وويل، چې دوی د کرهڼې له رياست څخه غوښتنه کوي، ترڅو دې ولايت ته لازمه پاملرنه وکړي او د کروندګرو ستونزو ته دې د حل لار ولټوي.
د پکتيکا ولايت د والي وياند محمد الرحمن اياز هم کليدته وويل، چې د کرهڼې رياست راتلونکی کال د پکتيکا ولايت په مرکز او ولسواليو کې پر کروند ګرو د دوی له غوښتنو سره سم باغونه وېشي او د ځمکو د خړوبولو لپاره ور ته د شمسي سيسټم په فعالولو سره د اوبو راپيدا کولواسانتياوې هم برابروي، خو نوموړي له کروندګرو وغوښتل، چې د دې پروګرام بشپړ ملاتړ وکړي.
د يادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د پکتيکا پر کروند ګرو د کرهڼې رياست له لوري اصلاح شوي تخمونه او کيمياوي سرې وېشل شوې وې، خو هغه وخت هم پکتيکاوالو کروندګرو پر ياد رياست نيوکه کوله، چې ور سره کېدونکې مرستې کمې او پر وخت ور ته نه رسېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA