په پنجشېر ولايت کې د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د ملي پيوستون پروګرام ۱۴ پروژې د اووه ميليونه او ۹۰۰ زره افغانيو په لګښت بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د ملي پيوستون پروګرام د رسنيو دفتر څخه نن کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پروژې د پنجشېر ولايت د مركز بازارك ښار شاوخوا سيمو كې بشپړې شوې دي.
د سرچينې په وينا، په دې پروژو كې د کرنيزو اوبو د زېرمو او محافظوي دېوالونو جوړول، پر سړک شګې اچول او د اوبو رسولو د شبکو غځول شامل دي، چې ۲۴۰ کورنۍ ترې ګټه اخلي.
سرچينه زياتوي، په دغو پروژو كې نږدې ۲۰ زرو كسانو ته د كار زمينه برابره شوې وه.
د ملي پيوستون پروګرام تراوسه توانېدلى، چې په پنجشېر ولايت كې ۲۷ پروژې په بېلابېلو سکټورونو کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وړاندې کړي.