ads

د کندوز ښار د امينت لپاره ګارنيزيون جوړېږي

په داسې حال کې، چې په دې وروستيو د کندوز ښار امنيتي حالات ورځ تر بلې د خرابېدو په لور روان دی، سړي تښتونې، په رڼا ورځ د ښار دننه د خلکو وژل، د کورونو او دوکانونو غلاوې، هغه څه دي، چې د کندوزيانو ورځنی ژوند يې له ګواښ سره مخ کړی دی، د دې ولايت چارواکي په کندوز ښار کې د امينت د ټيڼګښت لپاره د ګارنيزيون جوړېدو خبر ورکوي.

نویسنده: The Killid Group
3 سلواغه 1395
د کندوز ښار د امينت لپاره ګارنيزيون جوړېږي

په داسې حال کې، چې په دې وروستيو د کندوز ښار امنيتي حالات ورځ تر بلې د خرابېدو په لور روان دی، سړي تښتونې، په رڼا ورځ د ښار دننه د خلکو وژل، د کورونو او دوکانونو غلاوې، هغه څه دي، چې د کندوزيانو ورځنی ژوند يې له ګواښ سره مخ کړی دی، د دې ولايت چارواکي په کندوز ښار کې د امينت د ټيڼګښت لپاره د ګارنيزيون جوړېدو خبر ورکوي.
په شمال ختيځ زون کې د ۸۰۸ سپين زر زون د پوليسو قومندان لوی پاسوال شېرعزيز کامه وال وايي، چې د همدې ستونزو د حل لپاره به د کندوز ښار د امنيت لپاره په لومړي ځل سره يو منظم ګارنيزيون جوړوي، تر څو د ښار امنيت وساتي.
په ورته وخت کې د کندوز ولايت د ولايتي شورا ريس امرالدين ولي په دولت نيوکه کوي او زياتوي، چې د کندوز امنيتي حالات هره ورځ د خرابېدو په لور روان دي او د وسله والو طالبانو په وړاندې تر دې دمه هېڅ پوځي عمليات نه دي پيل شوي.
امرالدين زياتوي، چې د کندز د امنيت لپاره په وار وار سره د همغږۍ مرکزونه جوړ شوي، پوځي عمليات پيل شوي خو تراوسه پورې يې کومه مثبته پايله نه درلوده، خو اوس چې ياد ګارنيزيون به څومره د امنيت په راوستلو کې ګټور تمام شي هغه پوښتنه ده، چې وخت به يې ځواب کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA