ads

پکتيکا کې له يوه خصوصي روغتيايي انستيتيوته ۶۰ تنه فارغ شول

په پکتيکا ولايت کې د ډاکټر عبدالکبير د روغتيايي علومو له انستيتيوت څخه ۶۰ تنه ځوانان فارغ شول.

نویسنده: The Killid Group
2 سلواغه 1395
پکتيکا کې له يوه خصوصي روغتيايي انستيتيوته ۶۰ تنه فارغ شول

په پکتيکا ولايت کې د ډاکټر عبدالکبير د روغتيايي علومو له انستيتيوت څخه ۶۰ تنه ځوانان فارغ شول.
دوی د لابراتوار او فارميسۍ په برخو کې دوه کلنې عملي او نظري زده کړې ترسره کړي دي.
په همدې اړه جوړو شويو مراسمو کې د پکتيکا والي محمدالياس وحدت، د ولايتي شورا غړو، د ادارو مسوولينو، مشرانو او ځوانانو برخه اخيستې وه.
د پکتيکا والي محمدالياس وحدت له ياد روغتيايي مرکز څخه فارغو شويو محصلينو ته مبارکي ووېله او له دوی يې غوښتنه وکړه، چې خپلو دردېدلو خلکو ته ريښتينی خدمت وکړي.
وحدت وويل، چې که څه هم د ځوانانو فراغت د وياړ ځای دی، خو زياته يې کړه چې د وروڼو ترڅنګ بايد خويندې هم دې ډګر ته مخه کړي.
په همدې حال کې د ډاکټر عبدالکبير د روغتيايي علومو دانستيتيوت عمومي مدير رحيم ګل زيارمل وويل، چې انستيتيوت يې د فارميسۍ او لابراتوار په برخو کې ځوانان روزي، چې د نظري زده کړو ترڅنګ عملي زده کړې هم ورکوي.
دی وايي، هڅه کوي چې په راتلونکي کال کې د غاښونو څانګه هم پرانيزي.
له همدې انستيتيوت څخه يو تن فارغ محصل خوښي څرګندوي، چې له دوو کلنو زده کړو وروسته ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کېږي.
نوموړی وايي، هڅه به وکړي چې خلکو ته د خپل مسلک اړوند صادقانه خدمتونه ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم لسګونه قابلې د عامې روغتيا د قابله ګۍ له مرکزه فارغې شوي، چې اوس په عملي ډول په روغتيايي برخه کې خدمت کوي.
د يادونې وړ ده، په پکتيکا ولايت کې دغه انستيتيوت يوازينی خصوصي د زده کړو مرکز دی، چې په لومړي ځل يې۶۰ تنه فارغ کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA