د بلخ امنيتي چارواكي د دې ولايت په خلم ولسوالۍ كې د وروستۍ سړك غاړې ماين چاودنې د تلفاتو زياتېدو خبر وركوي.
دا چاودنه تېر ماښام شاوخوا پنځه بجې په خلم ولسوالۍ كې د بزکشۍ ميدان ته څېرمه شوې ده.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند شېرجان دراني كليد ته وويل، په دې پېښه كې درې تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي، چې ټول ملكي وګړي دي.
تر دې مخكې د بلخ د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر مل پاسوال عبدالرزاق قادري ويلي و، چې د دغې چاودنې له كبله د ولسي پاڅون كوونكو يو قوماندان حاجي زمرى له موټر چلوونکي سره وژل شوى او پنځه تنه ټپيان دي.
د قادري په وينا، په ټپيانو کې يو تن د ياد قوماندان ساتونکى او څلور عام وګړي دي.
د سيمې يو تن اوسېدونکي محمد عسکر وويل، چې چاودنه د بزکشۍ ميدان ته نږدې شوې او هدف يې د جمعيت ګوند قوماندان حاجي زمرى و.
تراوسه د دې پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.