ads

تر خوږ ګوتې نیول

د افغانستان حکومت په یو ځلي ډول د ژمي په موسم کې لـه پاکستــان او ایـــران څخه د افغان کډوالو د اجباري ایستلو بهیر اندېښمن کړی او له دغو هېوادونو او نړیوالو ادارو یې غوښتي، چې دغه پروسه ودروي.

نویسنده: The Killid Group
2 سلواغه 1395
تر خوږ ګوتې نیول

د افغانستان حکومت په یو ځلي ډول د ژمي په موسم کې لـه پاکستــان او ایـــران څخه د افغان کډوالو د اجباري ایستلو بهیر اندېښمن کړی او له دغو هېوادونو او نړیوالو ادارو یې غوښتي، چې دغه پروسه ودروي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت چارواکي وايي، که څه هـم له پـاکستــان او ايــران څخه د نهو زرو افغان کډوالو په زوره ايستل افغان حکومت له جدي ستونزو سره نه مخامخ کوي، خو د ژمي په موسم کې په ډله ییزه توګه د هغوی ايستل د ستونزو سبب کېږي.
دغه وزارت وايي، له دوو ګاونډيو هېوادونو څخه د افغان کډوالو بېرته راستنولو پاليسي داده، تر هغه وخته چې د افغانستان دننه شرايط ښه نه وي، دغه هېوادونه د نړيوالو کنوانسيونونو او موافقو له مخې بايد افغان کډوال په زوره ونه باسي.
خو د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وياند وايي، دوی د نړيوالو ادارو په مرسته کولای شي دغو نهو زرو افغان کډوالو ته مرسته ورسوي، اما که دغه پروسه شدت مومي افغانستان له ستونزو سره مخ کولای شي: ((موږ هم له نړيوالو ادارو سره په دې اړه خپلې جدي اندېښنې شريکې کړې دي.))
تېره اوونۍ د کډوالو نړیوال سازمان یا ای او ام یو راپور خپور کړ چې له مخې یې د ۲۰۱۷ کال په لومړۍ اوونۍ کې له پاکستان او ایران څخه شاوخوا ۱۰زره بې اسنادو افغان کډوال په زوره خپل هېواد ته راشړل شوي دي.
دې سازمان ویلي د ۲۰۱۷ کال په لومړۍ اوونۍ کې له ګاونډي هېواد پاکستان ۱۶۴۳ کسان یا ایستل شوي یا هم په خپله راغلي دي او اخوا له ایرانه بیا یو زیات شمېر ۷۷۷۶ کسان راغلي چې ډېر یې په زور ایستل شوي دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان اندېښنه ښودلې چې په افغانستان کې لا هم جنګ روان دی او د دې شمېر کډوالو بېرته راستنول به د دغه هېواد پر اقتصاد او خدماتي برخو فشار لا پسې زیات کړي.
که څه هم د کډوالو نړیوال سازمان په افغانستان کې د جګړې دوام او اقتصادي ستونزو ته اشاره کړې، خو تر دې هم مهم بحث اوس مهال په افغانستان کې د ژمي فصل دی چې تازه پیل شوی او نوو راستنو شوو افغان کډوالو ته یې ژوند ستونزمن کړی دی. له ګاونډیو هېوادونو ډېری نوي راایستل شوي افغان کډوال د سرپناه د نشت له کبله او دا چې اقتصاد یې هومره ښه نه دی چې کورونه په کرایه ونيسي، خېمو کې ژوند کوي. خو کله چې په هېواد کې د ژمي فصل پیلېږي، ساړه هومره زیاتېږي چې په خېمو کې ګوزاره نه کېږي.
په تېرو کلونو کې هم افغانستان د ژمي په موسم کې د نوو راستنو شوو کډوالو او بې ځایه شوو لپاره د خوندي سرپناه د نشتون له کبله له بحران سره مخ و. په یادو کلونو کې د ژمي د فصل پر مهال د سختو سړو او واورې له کبله حتا د نوو راستنو شوو کډوالو او د کورنیو بې ځایه شوو د کورنیو یو شمېر غړي وژل شوي هم دي.
اوس په داسې یو حالت کې چې په افغانستان کې د ژمي موسم تازه پیل شوی او هوا هم خورا سړه ده، د دوو ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران له لوري د افغان کډوالو اجباري ایستل څه معنا لرلی شي. بې له شکه چې تر دې وړاندې هم پاکستان او ایران له هر هغه ناوړه تکتیک څخه استفاده کړې چې پر افغانستان فشار رامنځته کړي. اوس مهال دغه ډول یو اقدام له خوږ ګوتې نیولو پرته بل څه نه دي او د حکومت او نړیوالو ادارو تر څنګ یې د عامو افغانانو سخته اندېښنه راپارولې ده.
په داسې یو وضعیت کې چې په افغانستان کې د سرپناه ستونزه د بحران تر کچې رسېدلې او تر دې وړاندې راغلي کډوال لاهم له دې ستونزې کړېږي، د ایران او پاکستان نوی اقدام له هر ډول نړیوالو قوانینو او اصولو سره په مخالفت کې دی او دغه څه تر بل وخت ډېر د کابلـتهران او کابلـاسلام اباد اړيکې ترينګلې کولای شي او د درېیو ګاونډیو هېوادونو تر منځ شته باور هم له منځه وړلای شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA