ads

افغان لوبډلې کرېکټ سياليو کې عمان ته په نيمه پايلوبه کې ماتې ورکړه

افغان کرېکټ ملي لوبډلې نن د صحرا جام په نيمه پايلوبه کې د عمان هېواد لوبډلې ته ماتې ورکړه.

نویسنده: The Killid Group
1 سلواغه 1395
افغان لوبډلې کرېکټ سياليو کې عمان ته په نيمه پايلوبه کې ماتې ورکړه

افغان کرېکټ ملي لوبډلې نن د صحرا جام په نيمه پايلوبه کې د عمان هېواد لوبډلې ته ماتې ورکړه.
افغان ملي لوبډله د صحرا جام په سياليو كې نن له عمان سره نيمه پايلوبه ترسره کړه، چې د لوبې پچه يا ټاس د افغان کرېکټ لوبډلې مشر اصغر ستانکزي وګټله او د توپ اچونې پرېکړه يې وکړه.
عمان لوبډلې په ټاکل شوو شلو ارونو کې افغان لوبډلې ته ۱۵۰ منډې هدف وټاکه، چې د افغان لوبډلې له لوري شهزاد محمدي د ۳ شپيږيزو او ۸ څلوريزو پر مټ په ۶۰ توپونو ۸۰ منډې جوړې کړې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
افغانستان پرون په دغه سياليو كې نميبيا ته ماتې وركړه او د خپل ګروپ درې واړې لوبې يې وګټلې.
نن به په دويمه نيمه پايلوبه كې آيرلنډ له سكاټلنډ سره لوبه كوي او ګټونکې لوبډله به يې له افغانستان سره نن ماښام پای لوبې ته ډګر ته کښته کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA