ads

سرينا فیضي؛ د کندهار د ښځو رسا غږ

سرينا فيضي د فضل محمد لور ده، چې په ١٣٦٦ لمريز کال په کندهار ښار کې زېږېدلې. نوموړې په خپلو هڅو توانیدلې، چې د کندهار د ولایتي شورا غړیتوب لاسته راوړي. که څه هم د افغانستان په جنوب کې د ښځو له پاره کار کول کومه اسانه خبره نه ده، خو سرينا هغه څوک ده […]

نویسنده: The Killid Group
29 مرغومی 1395
سرينا فیضي؛ د کندهار د ښځو رسا غږ

سرينا فيضي د فضل محمد لور ده، چې په ١٣٦٦ لمريز کال په کندهار ښار کې زېږېدلې. نوموړې په خپلو هڅو توانیدلې، چې د کندهار د ولایتي شورا غړیتوب لاسته راوړي.
که څه هم د افغانستان په جنوب کې د ښځو له پاره کار کول کومه اسانه خبره نه ده، خو سرينا هغه څوک ده چې په جنوبي ولایت کندهار کې د ښځو د حقونو له پاره مبارزه کوي. نوموړې توانیدلې چې د دغه ولایت ښځې په یوه ځای سره راټولې کړي، ستونزې یې واوري او د حل لارې ورته ولټوي.
سرینا وایي، په خپل ژوند کې یې دوه هدفونه ټاکلي دي: ((د وکالت لاسته راوړل او د کندهاریانو په ځانګړي ډول د ښځو د غږ پورته کول، اوس مې هوډ کړی چې د دولت او ملت ترمنځ دغه پروت واټن له منځه یوسم او یا یې هم تر یوې کچې راکم کړم.))
سرينا وايي، تر دې وړاندې د کندهار د خلکو غږ چا نه دی اورېدلی: ((په ډیری مواردو کې موږ ددې شاهد پاتې شوي یو چې د خلکو غږ چا نه دی اوریدلی او هغوی چې هر څه چیغې وهلې خو د لوړ پوړو چارواکو غوږونه پرې کاڼه و، له همدې کبله د کندهار ولایتي شورا پرېکړه وکړه چې په اوونۍ کې دوه ځله دې د عامو خلکو ستونزو ته غوږ شو، د یکشنبې او چهار شنبې ورځې د همدې لپاره ټاکل شوې دي.))
۲۹کلنه سرينا تر وکالت وړاندې هم په کور نه وه ناسته، بلکې هغه وخت هم د کندهار د خلکو په چوپړ کې وه، نوموړې هغه مهال په دغه ولایت کې د ځوانانو فدراسیون غړې وه او دنده یې دا وه څو د ځوانانو او ښځو ستونزې واوري او تر اړوندو ادارو یې ورسوي: ((په هغه وخت کې ډېرو له ما غوښتنه وکړه چې ولایتي شورا ته ځان کاندید کړم او له هغې لارې خلکو ته خدمت وکړم.))
میرمن فیضي د خپلو کارونو په لړ کې تر دې مهاله څو ځلې په کندهار کې د ښځينه محبسونو او ښوونځیو څخه لیدنه کړې.
سرينا وايي، پخوا په دې ولایت کې زدهکوونکو او ښوونکو شکایت درلود چې کله په لاره تر ښوونځي یا له ښوونځي تر کوره ځي، نو د ځینو خلکو له خوا ځورول کیږي او یا ټولنیز محدودیتونه ددې سبب کیږي چې دوی دې خپلو زدهکړو ته دوام ور نه کړای شي.
خو نوموړې ټينګار کوي چې د دغو زدهکوونکو او ښوونکو ستونزې او شکایتونه یې په کندهار کې د اړوندو ادارو او مرکزي حکومت سره شریک کړي او د دوی ستونزو ته پاملرنه شوې ده.
په لرې پرتو سیمو کې ډېری ستونزې او پېښې د رسنیو له سترګو پټې پاتې کېږي، له همدې کبله په دغسې سيمو کې د خلکو د فعالو استازو موجودیت خورا اړين دی.
فیضي وايي، د ځوانانو په فدراسیون کې تر غړیتوب وروسته په دې وپوهېده چې په اساسي توګه د ښځو د ستونزو اوارولو له پاره باید له خپل خوځښت سره نارینه هم مل کړي، خو دغه کار د کندهار په سنتي ټولنه کې اسانه او له ستونزو خالي نه وو: ((ما د خپلي ټولنې یوه کمزوري حس کړه او نه مې شوای کولای چې د ښځو د ستونزو په اړه ډېرې میرمنې او نارینه په يوه ځای کې سره راټول کړم او خپل غږ پورته کړو، نو له همدې کبله مې اړينه وبلله چې ولایتي شورا ته ځان کانديد کړم او له دې لارې د خلکو ستونزو ته رسيدګي وکړم.))
د ټولنیزو چارو پوهان وایي، په افغانستان کې چې له ښځو سره تاوتریخوالی ډېر دی، ډېری ستونزې له دې کبله رامنځ ته کیږي چې ښځې له مالي پلوه په کورنیو پورې تړلې وي او خپله عایداتي سرچیني نه لري، خو سرينا فیضي وايي هڅه کوي دغه ټولې ستونزې له یوې مخې لرې کړي.
نوموړې زیاتوي، که څه هم د کندهار ولایتي شورا د ښځو د ستونزو د حلولو په تړاو خپله کومه بودیجه نه لري، خو دوی هڅه کوي ستونزې تر اړوندو ادارو ورسوي: ((تر کومه ځایه یې چې شونتیا شته حللارې لټوو، زه خپله د همدې ستونزو د حل په هدف څو ځله بېلابېلو وزارتونو ته تللې یم، تر څو ددې ولس غږ تر ټولو ادارو ورسوم، ان ځینو سوداګريزو نندارتونونو کې مې ګډون کړی، څو د کندهار ښځو د لاسي صنایعو له پاره بازار پیدا شي.))
په ټوليیز ډول د افغانستان په جنوب ځانګړي ډول کندهار ولایت کې د ښځو لاسي صنایع او نورو برخو کې پرمختګونه د پام وړ بلل کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA