ads

د بهسودو پل نه افتتاح کېږي

په ننګرهار کې د بهسودو په زاړه پل ګڼه ګوڼه هومره زیاته شوې، چې نور یې خلک پر دغه لاره له تګ زړه توري کړي دي، خو دویم پل چې د بیارغونې چارې یې بشپړې شوې دي، تر اوسه هم نه دی پرانستل شوی.

نویسنده: The Killid Group
29 مرغومی 1395
د بهسودو پل نه افتتاح کېږي

په ننګرهار کې د بهسودو په زاړه پل ګڼه ګوڼه هومره زیاته شوې، چې نور یې خلک پر دغه لاره له تګ زړه توري کړي دي، خو دویم پل چې د بیارغونې چارې یې بشپړې شوې دي، تر اوسه هم نه دی پرانستل شوی.
خلک وايي، د دویم پل د رغونې چارې وړاندې پای ته رسېدلې، خو پرانسته يې په یوه او بله پلمه ځنډول کېږي. د بهسودو ولسوالۍ یوه اوسېدونکي انعام الله کلید ته وویل، د دغه پله د کار پیل ته خوشاله و، خو اوس چې پرې کلونه تېر شول او لا نه افتتاح کېږي، ترې زړه توری شوی: ((له موږ یې هم لاره ورکه کړې چې دا پل کله پرانستل کېږي، زوړ پل وړوکی او تنګ دی، ګڼه ګوڼه پرې خورا زیاته وي او هر وخت یې د لوېدو وېره ده.))
د دغې لارې یوه موټر چلوونکي اسدالله کلید ته وویل چې نيمه ورځ یې د پله د بندوالي له کبله په لاره کې تېریږي: (( په پله د بیروبار له کبله مو وخت ضایع کېږي او مزدوري نشو کولای.)) د اسدالله تر څنګ یو بل موټر چلوونکی چې د نوم له اخستو ډډه کوي، د زاړه پله له ستونزو سر ټکوي. نوموړی وايي، د دغه پله د بندوالي له کبله اکثره وخت ناروغان هم په خپل وخت تر روغتون پورې نه رسېږي.
له بل لوري د بهسودو د دویم پله د جوړیدونکي شرکت اجرائیوي مشر ډاکټر ماهر کلید ته وویل چې له قراداد سره سم د دغه پله چارې د ليندۍ میاشتې په وروستۍ ورځ بشپړې شوې، خو حکومت تر اوسه پورې د پله تسلیمي نه ده اخستې. نوموړی وایي، د پله ټولې چارې یې د دویم ځل کاري مودې له قرارداد څخه یوه میاشت وړاندې بشپړې کړې دي: ((موږ یې کارونه د قوس په ۳۰مه خلاص کړي، خو اوس یې دولت را څخه نه تسلیموي، موږ هر څه له قرارداد مخکې خلاص کړي دي.))
د الینګار الکوزي ساختماني شرکت دغه استازی وایي، د پله دواړو خواو ته د سړک جوړونې کارونه له دوی سره قرارداد کې نه دي ذکر شوي، خو د والي ګلاب منګل په امر یې تر اوسه پورې ۴۰ په سلو کې چارې مخکې وړې دي. ډاکټر ماهر زیاتوي، که چېرته د پل دواړو خواوو ته د سړک د جوړولو قرارداد له دوی سره لاسلیک شي؛ نو په را تلونکو درېیو میاشتو کې به د سړک چارې هم بشپړې کړي: (( په لومړي قرارداد کې له موږ سره دا سړک نه وو، خو موږ بیا هم تر اوسه پورې ۴۰په سلو کې چارې ترسره کړې او که رسمي قرارداد له موږ سره وشي، په درېیو میاشتو کې به سړک هم جوړ کړو.)) له بل لوري ولایتي چارواکي ډاډ ورکوي چې په نږدې ورځو کې به دویم پل حکومت ته تسلیم شي. د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیاڼي کلید ته وویل، د پله دواړو لورو ته د شخصي ځمکو د خاوندانو ملکیتونه استملاک شوي او دوی ته به په نورو سیمو کې ځمکې ورکړل شي، خو نوموړي زموږ د دې پوښتنې په ځواب کې چې دا پل به کله ګټې اخستنې ته وسپارل شي، معلومات نه لرل: ((د بهسودو پله چارې پای ته رسېدلې، موږ هیله من یو چې د سړک چارې به یې هم بشپړې شي، د استملاک ستونزه یې حل شوې ده.))
د بهسودو دویم پل جوړول، د ننګرهار ولایت د اوسېدونکو مهمه غوښتنه وه چې په ۱۳۹۳ کال کې یې چارې پیل شوې. تمه کېده چې د دغه پل چارې به په یوه کال کې بشپړې او د خلکو پر مخ به پرانستل شي، خو له درېيو کلونو وروسته هم خلک په زاړه پله تګ راتګ کوي او ګڼې ګوڼې تر پوزې راوستي دي.
د ننګرهار په پنځو ولسوالیو بهسود، کامې، ګوشتې، لعل پورې او ښیوې سربېره د کونړ او نورستان اوسېدونکي هم پر دغه لاره تګ راتګ کوي. له همدې کبله یې ګڼه ګوڼه خورا زیاته ده. د فواید عامې وزارت د معلوماتو له مخې دبهسودو دویم پل ۳۵۰متره او ږدوالی او ۱۲متره پراخوالی لري چې په پرانستل کېدو سره به یې د خلکو ستونزې یو مخ اوارې شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA