د ايران جمهور رئيس حسن روحاني وايي، چې د اټومي پروګرام په اړه به د امريکا د نوي منتخب جمهور رئيس کابينې سره د دويم ځل لپاره خبرې ونه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې ډونالډ ټرمپ ايران سره د نړيوالو قدرتونو اټومي هوکړه له ستونزو ډکه بللې وه او د هغې د لغوه كولو وړانديز يې کړى و.
د ايران د اټومي پروګرام چارواکو خبردارى ورکړى، چې که چېرې ټرمپ ياده هوکړه له منځه يوسي، نو دوى به خپل اټومي پروګرام له سره پيل كړي.
د ايران د اټومي پروګرام مشر علي اکبر صالحي ويلي، چې يا دې امريکا هوکړه ومني او يا دې رد کړي، خو د هېڅ ډول بدلون اجازه به ور نه کړي.
له ايران سره د نړۍ د شپږو سترو قدرتونو تر اټومي هوکړې وروسته پر دغه هېواد لګول شوي بنديزونه يو څه نرم شوي او ايران کولى شي له نړۍ سره سوداګريزې اړيکې وساتي.