د ملي اردو چارواکي وايي، د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې يې د طوفان ۶۲ په نوم ګډ چاڼيز عمليات پيل کړل.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، چې نن سهار يې د کونړ ولايت په وټه پور ولسوالۍ کې د طوفان ۶۲ په نوم، د ملي اردو د دويمې پلې لېوا په مشرۍ له ملي، سيمه ييزو او ملي امنيت ځواکونو سره په ګډه چاڼيز عمليات پيل کړل.
نوموړی وايي، له يادو عملياتو يې موخه په سيمه کې د وسله والو ځپل او د ډاډ من امنيت را وستل دي.
فقيري زياتوي، چې تر اوسه پورې يې عمليات په بريالي ډول روان دي او له کوم تهديد سره نه دي مخامخ شوي.
د حکومت مخالفو وسله والو تر اوسه پورې د پيل شويو عملياتو په اړه کوم څه نه دي ويلي.