ads

کندهار کې د برېښنا ۹۰۰ملیونه پورونه

د كنــدهـار برېښنا شرکت وايي، په دغه ولایت کې یې حکومتي ادارې او خلک ۹۰۰ملیونه افغانۍ پوروړي دي.
د کندهار برېښنا شرکت د مسوولینو په خبره، ټاکل شوې ډېر ژر د جمهور ريیس په حکم د هغو ادارو او کسانو لېست اعلان کړي چې د برېښنا شرکت پوروړي دي.

نویسنده: The Killid Group
28 مرغومی 1395
کندهار کې د برېښنا ۹۰۰ملیونه پورونه

د كنــدهـار برېښنا شرکت وايي، په دغه ولایت کې یې حکومتي ادارې او خلک ۹۰۰ملیونه افغانۍ پوروړي دي.
د کندهار برېښنا شرکت د مسوولینو په خبره، ټاکل شوې ډېر ژر د جمهور ريیس په حکم د هغو ادارو او کسانو لېست اعلان کړي چې د برېښنا شرکت پوروړي دي.
کندهار او هلمند ولایتونو ته د هلمند له کجکي بند څخه برېښنا ورکول کېږي.
د کندهــار د برېښـنــا شــرکت تجــارتـي مرستیال مرستیال امان الله ایوب فاروقي وايي، په کندهار کې یې دولتي ادارې او یو شمېر زورواکي ۹۰۰ افغانۍ پوروړي دي، خو تر دې مهاله یې د دغو پیسو د ورکړې په تړاو اقدام نه دی کړی.
د فاروقي په خبره ډېر ژر به د جمهور ريیس د حکم پر بنسټ د هغو ادارو او کسانو لېستونه له رسنیو سره شريک کړي چې د برېښنا شرکت پیسې نه ورکوي: (( له ۱۳۸۰ کال راهیسې یو شمېر ادارو او زورواکو برېښنا شرکت ته د برېښنا د لګښتونو پیسې نه دي ورکړې.))
فاروقي زیاتوي، دم ګړۍ د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې هغه امنيتي ستونزې له منځه تللې چې له کبله به یې وخت ناوخت د برېښنا مزي پرې کېدل. د نوموړي په خبره دم ګړۍ دغه مزي بېرته نښلول شوي دي او په نورمال ډول کندهار او هلمند ولایتونو ته برېښنا جریان لري.
نوموړی وايي، اوس مهال د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې د کجکي برېښنا بند دویم توربين هم فعال شوی او له دې سره له دغه بند څخه د برېښنا جریان نور هم منظم شوی او تخنيکي ستونزې یې هم تر ډېره کمې شوې دي.
د کندهار د برېښنا مسوولین وايي، په کجکي برېښنا بند نوی لګول شوی توربین ١٨مېګاواټه بريښنا توليدوي.
د یادولو ده چې تر دې وړاندې د کجکي برېښنا بند ۳۴مېګاواټه برېښنا تولیدوله، خو اوس چې دویم توربین هم ورسره یو ځای شوی، دغه کچه ۵۲ مېګاواټو ته پورته شوې ده.
په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم دولتي ادارې، چارواکي او زورواکان د برېښنا شرکت پوروړي دي. برېښنا شرکت په ځلونو ځلونو دغو کسانو ته خبرداری ورکړی او د دوی نومونه یې هم اعلان کړي، خو تر دې مهاله هم دغه پیسې د برېښنا شرکت ته نه دي ورکړل شوې او ستونزه لا هم پر ځای ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA